کتابتون

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې کتابتون تر ۲۰۰۰۰ زیات کتابونه، خپرونې او یو شمېر نایاب اثار (له ۱۹۲۰ لمریز کال څخه راپه دې خوا د افغانستان کلنۍ او د قوانینو ټولګۍ) لري، چې په پرلیکه ډول په بشپړه توګه د لاسرسی او پلټنې وړ دی. تاسې کولی شئ، د پلټنې پاڼې ته د ورتلو په موخه دلته کیکاږئ. دغه کتابتونه له انټرنتي اسانتیاوو، جۍ سټور ته لاسرسی، د توکي د فوتوکاپي ماشینونو او د فایلونو د پي. ډي. اف شویو فایلونو له امکاناتو څخه برخمن دي. دغه کتابتون د څېړنې او ارزونې ادارې په ودانۍ کې موقعیت لري.

د ګټه اخیستنې وختونه:

له یکشنبې څخه تر پنجشنبې پورې هره ورځ

له 9:00 څخه تر 12:30 او بیا له 1:00 تر 4:00 پورې

(د روژې په میاشت کې له 8:00 تر 2:00 پورې)

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې کتابتون د عمومي رخصتیو په ورځو کې بند وي. له دغه کتابتون څخه هېڅ مواد او چاپي توکي د امانت په ډول نه ورکول کېږي. تاسې کولی شئ، د دغه برېښنالیک library@areu.org.af له لارې د کتابتون له کارکوونکو سره اړیکه ونیسئ.

د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې له ۲۰۰۲ لمریز کال راهیسې د یو کتابتون چارې پرمخ بیايي، چې د افغانستان په اړه ځانګړي سرچینې او توکي لري. د سویلي اسیا د څیړنو ټولنه، چې مخکې د افغانستان لپاره د بریتانیا د انسټیټوت په نامه یادیده، پر ۲۰۰۳ لمریز کال هوکړه وکړه، چې د ۳۰۰۰ ټوکو په شاوخوا کتاب او بیلابیلې مقالې، چې د افغانستان او سیمې په تړاو وو، د دغه ادارې په واک کې ورکړي. د دغه هوکړه لیک یو عمده شرط دا و، چې دغه کتابونه باید د افغانستان په دننه کې وساتل شي، ترڅو ټول څیړونکي ترې ګټه واخلي. د افغانستان لپاره د بریتانیا د څیړنو انسټیټوت په اصل کې پر ۱۹۷۲ لمریز کال په کابل کې رامنځته شو، چې هغه مهال د لرغون پیژندنې په تړاو څیړنیزې پروژې ترسره کولې. سربیره پر دې، دغه انسټیټوت له هغو بريتانوي څیړونکو سره مرسته کوله، چې د انسان پیژندنې او توکم پیژندنې په اړه ساحوي څیړنې ترسره کولې. دغه انسټیټوت پر 1981 لمریز کال وتړل شو ، کتابون او نور توکي یې د ساتنې په موخه په کابل کې د بریتانیا سفارت ته ولیږدول شول.

دغه څېړنیز کتابونه او ټولګې بالاخره د باب ناکس، کارلا گریسمن، نیکولاس ویلیامز او جاناتن لی د دوامدارو هڅو په لړ کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې ته ولېږدول شوې، چې د بیا لپاره ګټه اخیستنې ته چمتو وې. د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره په دې برخه کې د پورته کسانو له هڅو څخه مننه کوي او هغه ستايي. له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۵ لمریز کلونو پورې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې رئیس ډاکټر اندرو ویلدر د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) په مرسته هوکړه وکړه، چې دغه اداره به دغه کتابونه ساتي، د نړیوالو نورمونو له مخې د رده بندۍ، پراختیا او پرمختګ لپاره یې نور کارکوونکي ګوماري او په دې برخه کې کافي بودجه په پام کې نیسي. د سرچینو دغه بډایه ټولګه مخ پر وده ده، اوسمهال له ټولو دورو څخه د افغانستان دولت خپرونو، د افغانستان په اړه د تمویلوونکو او نادولتي موسسو چاپي توکو، په افغانستان پورې د ملګرو ملتونو اړوندو خپرونو، مهالنیو، نقشو، سي. ډي ګانو او ډي. وي ډي ګانو ته شاملېږي. په ځانګړې توګه د افغانستان د قوانینو ټولګي او د احصاییې کتابونه په دې برخه کې د پام وړ دي. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې کتابتون په دې لټه کې نه دی، ترڅو په نړیواله کچه له نورو کتابتونو سره سیالی وکړي، بلکې تر ډېره هڅه کوي، چې اړوند توکي راټولي او یې وساتي ، ترڅو کورني او نړیوال څېړونکي ترې ګټه واخلي.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره همدا راز په دې برخه کې د رائیس ویلز له لس کلنو هڅو او قربانیو څخه مننه کوي.

 

 

د افغانستان د څیرنې او ارزونی واحد کتابتون

AREU په کتابتون کې د سرلیکونو په زرګونو لري، او د فهرست په بشپړه توګه دی د لټون پر ليکه دي.