خپرونې

 

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د خپلو وروستیو او روانو پروژو پر بنسټ هر کال ۳۰ اصلي خپرونې په دریو انګلیسي، دري او پښتو ژبو خپروي. د دې لپاره، چې د خپرونې معیاري کیفیت کره او ډاډمن شي، نو یو شمېر کتونکي، ایدیټران، ژباړونکي او دیزاینران په متحدانه توګه په دغه سازمان کې کار کوي.

ټولې څېړنې تر بشپړېدو وروسته، په انلاین بڼه خپرېږي او له نورو اسنادو لکه رسنیزې اعلامیې او د پېښو او برنامو تفصیل سره یوځای، د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له وېبپاڼې (www.areu.org.af) څخه د ډانلود کېدو وړ دي.

د خپرونو چاپي نسخې هم چمتو کېږي او د افغانستان په ټولو دولتي او غیردولتي ادارو، د ملګرو ملتونو دفترونو، تمویلوونکو سازمانونو، پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې په وړیا ډول وېشل کېږي. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې په دفتر کې د خپرونې څانګه فعاله ده، چې تاسې کولی شئ، د څېړنیزو خپرونو نورې چاپي نسخې له هغه ځایه په وړیا توګه ترلاسه کړي.

تاسې کولی شئ، چې په دې برخه کې د خپلو پوښتنو د مطرح کولو لپاره له دغه برېښنالیک publications@areu.org.af سره اړیکه ونیسئ. همدارنګه تاسې کولی شئ، د پرلیکه ګډون لپاره او د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د خپرونو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه، د دغه ادارې په وېبپاڼه کې نوملیکنه وکړئ.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې خپرونې تل د چاپېدو وړ فایلونو په بڼه په پرلیکه ډول، د لاسرسي وړ وي.

زموږ خپرونې په بېلابېلو فرمټونو کې چمتو کېږي او په لاندې ډول دي:

  • تحلیلي خپرونې، چې د ځانګړو موضوعاتو په تړاو ژور تحلیلونه وړاندې کوي.
  • د سنتز څېړنې، چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د اوږدمهالو پروژو موندنې او وړاندیزونه په هم مهاله توګه وړاندې کوي.
  • توضیح پاڼې، چې د زیاتو مخاطبینو د ښکېلولو او د پالیسۍ په اړه پوهاوي په اړه ډیزان کېږي.
  • بحثي مطالعې، چې د یوې ځانګړې موضوع په تړاو د آیډیا ورکولو په موخه ترلاس لاندې نیول کېږي، ترڅو په دې برخه کې بحثونه وهڅول شي.
  • پالیسي پانې، هغه څلور مخیز سندونه دي، چې د پالیسۍ پر سپارښتونو تمرکز لري.
  • لنډیز، د هغو څېړنو لنډیز دی، چې د حساسو مهالنیو موضوعاتو پر بنسټ وي.
  • موردي څېړنې، چې پر ځانګړو جغرافیايي موضوعاتو تمرکز لري.
  • او نورې تکمیلي سرچینې، لکه لنډه کتنه، د کنفرانسونو جوړول، یادښت پانې او کتنې.