زموږ په هکله

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې په اړه

د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد یوه کابل مېشته عالي، خپلواکه او ناپییلې اداره ده. د دغه سازمان موخه یو داسې افغانستان دی، چې هلته د پالیسۍ په تړاو پرېکړې، د شواهدو، ازادو بحثونو او عامه پوهاوی پر بنسټ وي او د دې باور څرګندوی چې دغه چاره د افغانانو د لومړیتوبونو منعکسوونکې ده.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د ماموریت موخه په مشخصه توګه (الف) د پالیسۍ او عمل د درک لپاره د باکیفیته څېړنو ترسره کول او له شریکانو سره د پایلو فعالانه خپرول او (ب) په هېواد کې د څېړنې، مطالعې او ښوونې د فرهنګ له خپرېدو سره مرسته ده.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره پر ۲۰۰۲ لمریز کال د یو شمېر هغو مرستندویه سازمانونو په مرسته، چې په افغانستان کې یې فعالیت درلود، رامنځته شوه. دغه اداره په پیل کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۸ لمریز کال د ستراتیژي چوکاټ کې، د ستراتیژیکې څارنې د واحد تر نامه په خپل کار پیل وکړ. هغه مهال دا باور موجود و، چې د داسې یوې خپلواکې څېړنیزې او تحلیلي ادارې پرمختیا، د هغو ظرفیتونو د غوړېدا لامل ګرځي، چې نړیواله ټولنه، دولتي او نادولتي تصمیم نیوونکي، پالیسي جوړوونکي او کورني او بهرني شریکان له دې لارې کولی شي، چې پرمختیا او پرمختګ وسنجوي او دغه چاره مستنده کړي، چې دغه اصول په عمل کې څرنګه پلي کېږي.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد د لوړ معیاري کیفیت په لرلو سره، د کارپوهانو او نورو علمي مرکزونو لپاره د څېړنې یوه اصلي سرچینه ده. دغه اداره د باور وړ او یوې خپلواکې ادارې په توګه، چې دقیقې، پروخت، د پام وړ او د شواهدو پر بنسټ څېړنې ترسره کوي، کافي شهرت ترلاسه کړی دی. یاده اداره، همدارنګه د هغو سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو لپاره، چې په افغانستان کې فعالیت کوي، یوه مهمه معلوماتي سرچینه ده او تر ډېره، د څېړونکو، کارپوهانو، خبریالانو، سلاکارانو او رسمي چارواکو لپاره د اړیکې لومړنۍ مرجع هم ده.

دغه اداره په داسې حال کې چې د څېړونکو د کور حیثیت لري، د څېړنې په برخه کې له یو زیات شمېر سلاکارانو او اړوندو کارپوهانو سره، چې د دغه ادارې د کار پر ماهیت خبر دی، خپلو اړیکو ته دوام ورکوي. یاده اداره، د یو مدیره پلاوي له خوا، چې د ملګرو ملتونو، سفارتونو، څو اړخیزو سازمانونو او غیردولتی موسسو له استازو څخه جوړ دی، اداره کېږي.