افغانستان، راتلونکی ته کتنه: د بن د ۲۰۱۱ کال کنفراس لپاره د څېړنې لنډیز

افغانستان، راتلونکی ته کتنه: د بن د ۲۰۱۱ کال کنفراس لپاره د څېړنې لنډیز

د بن تر لومړی کنفرانس، چې په هغه کې د افغانستان د بیارغونې په موخه د بسپنو د راټولو په برخه کې هڅه وشوه،  لس کاله وروسته افغان او نړیوال چارواکی کېدای شی د بن په دویم کنفرانس کې تر ۲۰۱۴ ز. کال وروسته له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتی ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د لېږد او د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې د ژمنتیاوو د دوام پر ماهیت به بحث وکړی. له دې سره جوخت، د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د حکومتولۍ، پرمختیا او عدلی څانګو په ګډون په کنفرانس پورې نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو د خپلو وروستیو او روانو څېړنو پر بنسټ، د پالیسی پاڼو د یوې ټولګې د خپراوی په درشل کې ده. د دغه کار په ترسره کېدو سره، دا هیله موجوده ده، چې دا ډاډمنتیا رامنځته شی، چې د افغانستان پر راتلونکی باندې د بحثونو دوام، پر موجودو او عینی واقعیتونو، چې د افغانانو اړتیاوې او غوښتنې منعکسوی، د ژورې پوهاوی پر بنسټ، ترسره شی.



x