د اوبو مدیریت او د مالدارۍ او تریاکو اقتصاد

د اوبو مدیریت او د مالدارۍ او تریاکو اقتصاد

څو کلونه د اوبو د مدیریت او د مالدارۍ او تریاکو د اقتصاد په اړه د یوې څېړنې غوښتنه وشوه. دغه څېړنه تر ټولو ستره پروژه ده، چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له خوا ترلاس لاندې ونیول شوه. دغه څېړنه، په دوامداره توګه په کلیوالی معیشت کې د ښه والی راوستو، د تریاکو د تولید په تړاو د بزګرو د لېوالتیا او باور د کچې د کمولو او پالیسی جوړوونکو ته د وړاندې کولو په ټاکلی هدف، د افغانستان په کرنیز سیستم کې د طبیعی سرچینو د پیچلې ونډې یو کره انځور طرح کوی. دغه څېړنه په اتو ولایتونو د بېلابېلو شریکانو په مرسته، چې له افغان کډوالو سره د ډنمارک کمېټه (DACAAR) او د جرمن اګر واکشن دفتر، چې اوسمهال د (ولت هونګر هیلفه) په نوم سره پېژندل کېږی، ترسره شوې ده. څېړنې د جوړښتیزو نابرابریو په تړاو یو شمېر پیاوړی شواهد وموندل، چې دغه ناانډولی طبیعی سرچینو ته د یو زیات شمېر افغانانو لاسرسی محدودوی. په داسې حال کې، توکمپالنې او تګلارې په دې برخه کې عمده ونډه لری، د سیمې په کچه دودیز جوړښتونه لکه میراب په معمول ډول د زورواکو او شتمنو وګړو په ملاتړ د ستونزو د زیاتېدو په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې، چې هلته سرچینې محدودې دی، لامل ګرځی. دغه چاره، د هغو ادارو او سازمانونو د پروګرمونو د عملی توب په اړه ډیرې مهمې پوښتنې رامنځته کوی، چې په سیمه ییزه کچه د بنسټیزې ودې لپاره د سرچینې مدیریت په غاړه لری. دغه څېړنه همدا راز دې ته اشاره لری، هغه تګلارې، چې د پرانېستو میکانیزمونو په وسیله پر پرمختیا تمرکز لری، ډیر لیرې ده، چې له هغو اړمنو سره مرسته وکړی، چې یو شمېر یې لا له مخکې، د ژوندانه اړتیاوو د پوره کېدو په لټه کې دی او زیات شمېر یې له ځمکه والو او شتمنو سره په اجاره یی معاهداتو او تعاملاتو کې ښکېل دی. سرچینو او بازار ته د بزګرو لاسرسی او  د بدیل عوایدو فرصتونه او د کرنیزو محصولاتو د کچې ناانډولی ټول د کوکنارو د کرکیلی او یا نه کرکیلی په موخه د تصمیم نیونې چارې پیچلې کوی. د کرنې، مالدارۍ او اوبه لګولو پروژې معلومات دا په ګوته کوی، چې کلیوالی کورنۍ د معیشتی بدیلونو د شتون په شرط، د کوکنارو نه کرلو ته ژمن او لېواله دی. د کوکنارو د دایمی نه کرلو د مشروعیت لپاره د یو همداسې چاپیریال رامنځته کول، ډیر بحرانی ښکاری او ښایی په راتلونکو کلونو کې په هېواد کې د پالیسۍ له بنسټیزو ننګونو څخه وی.



x