FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د ماشومانو کار

Status: Completed

“بېوزله کورنۍ د کار او د ښوونځي ترمنځ د انتخاب د ارزونې پرمهال  د ګټې او زيان يوه پيچلې شننه تر سره کوي.ځانګړي ماشومان ښايي داوړه پر مخ يوسي، خو د دواړو بيلابيلو کړنو د سيالو لومړيتوبونو انډولتيا  خورا ستونزمن كار دی…”
د ماشومانو د کار په هکله د افغانستان د څیړنې او ارزونې د ادارې پروژې هغه عوامل وازمويل چې په بې وزله افغان کورنيو کې د ماشومانو د کار پرشتون، څرنګوالي او د ترسره کولو پر لاملونو يې اغيز کوي. د نوموړې پروژې موندنې په  بدخشان، کابل او هرات ولايتونو کې د۱۳۸۶ او ۱۳۸۷ کلونو موضوعي څيړنو پر بنسټ برابرې شوي دي.
نوموړې څيړنه څرګندوي، څرنګه چې بيوزلي ډير ځلې د ماشومانو د كار له يواځينيوهڅوونكولاملونو څخه انګيرل كيږي خوهيڅکله هم هغه د ماشومانو د كار موجودشاليدنه دی. يو شمير لاملونو لكه د ټولنيز ملاتړ د شبكو ځواك او د ځايي ټولنو په نورمونو كې پوهنې ته نسبي ارزښت وركول او همدا راز د هرې كورنۍ ځانګړتياوو ته په پام سره د ماشومانو د كار په اړه پريكړې اكثراً د ځانګړو شرايطو درلودونكې دي.هغوكورنيو چې په منظم ډول هڅه كړې څو دماشومانو د كار اړتيا د زده كړې د منل شوو اوږد مهالو ګټو په وړاندې انډولې كړي اوماشومان يې کار ته ګمارلي،د ماشومانو كار  ورته يو لړ مثبتې او منفي اقتصادي او رواني اغيزې لرلې دي. پايلو همدا راز دماشومانو د کار د تجربو تر منځ د توپير کچه هم په ډاګه کړه

Related Research Project