د افغانستان په لیسو کې سیاسی فعالیتونه

د افغانستان په لیسو کې سیاسی فعالیتونه

د زده کړې څانګه د دولت جوړونې له ډیرو مهمو اړخونو څخه ده، خو له شک پرته د زده کړې څانګې څېړنه په افغانستان کې له پامه غورځول شوې ده. د بهرنیو مرستندویو یوه عمده فرضیه دا ده، چې د دولتی زده کړې د وړاندې کېدو او عرضې په برخه کې کمی وده، تل په ښه حالت کې ده او دا چې یو زیات شمېر زده کوونکی له لیسو څخه فارغان کېږی، دا یو مثبته ځانګړنه یا شاخص دی. خو له دې سره، آیا دغه چاره تل رښتینۍ ده؟ داسې شواهد او څرګندونې موجودې دی، چې د کاری فرصتونو نشتوالی او د افغانستان دولت او زده کړې نظام د کړنو له څرنګوالی څخه نارضایتۍ، د دې لامل شوی، چې ناهیلی ځوانان توندلارو او راډیکالو ډلو ته مخه کړی. له هغه ځایه، چې ښوونځی ځوانانو ته د سیاسی او مدنی زده کړو د لېږد لومړنۍ وسیلې دی، نو زده کړه ډېره سیاسی موضوع ده. په دغه پروژه کې هڅه کېږی، چې د افغانستان په لر او بر کې د ولسوالیو په کچه یو شمېر مطالعاتی قضیې مشخصې شی. په دغو ولسوالیو کې به له زده کوونکو سره مرکې ترسره شی، ترڅو وارزوی:
• آیا دوی سیاسی او ټولنیزې لېوالتیاوې لری، ان په ار کې؛
• اوسمهال زده کوونکی، په افغانستان کې د روانو سیاسی لانجو په اړه څومره خبرتیا لری، او دوی په خپله په دغو لانجو کې څرنګه دریځ خپلوی؛
• آیا په لیسو کې داسې ښوونکی او د زده کوونکی فعالان فعال دی، چې د ګروهو، لیدلورو پر خپراوی او دینی تبلیغ باندې لاس پورې کوی؛
• په لیسو کې کومې سیاسی ډلې فعالې دی او دوی څرنګه سیاسی جهت ګیرۍ لری؛
• کوم عوامل په دغو سیاسی ډلو کې د زده کوونکو د جلب او جذب لامل ګرځی؟


x