
27 Feb د ژوند کولو حق: زما د نیپال د سفر یوه کیسه
د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې لپاره کار کول نه یواځی څیړنه ده بلکه، Advocacy او پالیسۍ سره مرسته کول دی چې په دی کې بهر هیوادونو ته د کنفرانسونو لپاره تلل او د یادی اداری استازیتوب او د دی ادارې د موندنو ښودل شامل دی.
د ۲۰۱۹ میلادی کال د سپټمبر له لسمۍ څخه تر دولسمۍ پوری ما په کاتماندو کې په یو ورکشاپ کې ګډون وکړ، چې (مخدره توکی او د بشر حقوق په اسیا کې: آیا په عدلی او قضایی سیستم کې شته) تر عنوان لاندی وه. په یاد ورکشاپ کې د آسیایی هیوادونو مختلفو وګړو ګډون کړی وو. او د خلکو بیلابیل ډوله کلتورونو، کیسو او د آندونو یو بل سره په تبادلو د خلکو لیوالتیا لا پسی زیاته کړه او دا د دی پایله شوه چې پالیسۍ جوړونکو بنسټونو ته د امکان تر حده یوه د حل لار وښایې.
زه ډیره حیرانه وم چې د لمړی ځل لپاره نیپال ته تلم. کله چې زه هلته خپل استوګنځای ته ورسیدم نو تر ټولو دمخه چې پر مایې ډیره اغیزه وکړه هغه دا وو چې لکه په دا نورو آسیایی هیوادونو کې چې زه ورسره مخ شوم، د دوی کلتور وو لکه، په مخ یې یوه مسکا، میلمه پالنه او هغه کلتوری نڅاګانې چې زما د کاتماندو د سفر په ټولو غونډو کې به تر سره کیدی. په هر صورت دا ټوله کیسه نده. دلته نوری دیری اړین موضوعات او ننګونې وی چې موږ په ګډه د هغو په پالیسیو کار وکړ.
نور هیوادونه د دې په لټه کې دی چې څرنګه د مخدره توکو د پالیسیو بیا کتنه وکړی او د مخدره توکو د ګټه اخیستونکو او سرغړونکو مجازات کم کړی، بعضی آسیایی هیوادونه بیا د دی په لټه کې دی چې څرنګه د مخدره توکو پالیسۍ لا پسی شدیدی کړی. دا یو د هغو دلیلونو څخه وه چې د مخدره توکو د پالیسۍ نړیوال کنسرسیوم (IDPC)، د آسیایی هیوادونو څخه حقوق پوهانو لپاره یو دری ورځنی ورکشاپ چمتو کړ تر څو، د مخدره توکو د قانون څخه دفاع وکړی او د مخدره توکو د سرغړونکو په وړاندی جزا راکمه کړی.
د دی ورکشاپ موخه د نړۍ د ننګونو بحث کول ول. ټولو ګډونوالو بیلابیلې تجربی راولاړی کړی. ولی په اصل کې ډیری پاملرنه یې د مخدره توکو او د بشری حقوقو سرغړونکو تر منځ په اړیکه باندی وه، چې دا یوه نړیواله ننګونه ده او د ډیریو خلکو ژوند یې اخیستی دی.
په یاد ورکشاپ کې، هغه څه چې زما ډیر پام یې ورته واړوه هغه په کاتماندو کې د یوه سیمه ییز دفتر ښځینه کارکوونکی وه چې په مخدره توکو روږدو ښځو ته به یې کم زیان رسونکی توکی ورکول. دا د ښځو یو ګروپ وو، چې مونږ د دوی د کاری دفتر څخه هم لیدنه وکړه. او دوی هلته د ښځو دکم زیان رسولو لپاره کار کوی. یوه له دی میرمنو څخه یې یو بکس لرونکې وه چې په یاد بکس کې سرنج، پډزونه او نور داسی ډیری توکی ول چې د مخدره توکو روږدو ښځو ته ورکول چې د زیان رسولو په کمولو کې ورسره مرسته وکړی. دی دفتر برسیره پر دی چې ښځو ته د کم زیان رسولو توکی ورکړی د بیا رغونۍ د کارونو یو مرکز هم بلل کیږی. د هغو ښځو لپاره چې غواړی د مخدره توکو استعمال بند کړی دا NGO، ورته د لاسی صنایو او هنرونو لپاره د اړتیا وړ توکی چمتو کوی او همدارنګه د انګلیسی ژبې زده کړه ورکوی.
دوی کولای شی چې لاسی صنایع جوړی او په بازار کې وپلوری. دوی یوه لوبه تر سره کړه او په یاده لوبه کې دوی وښوده چې دوی څرنګه کار کوی او زمونږ د ټولو ګډونوالو پام یې ځان ته راوګرځاوه. دی میرمنو په ډیره حوصله او ریښتینی توګه کار کوه البته چې یو ډیر کم عاید یې تر لاسه کوه، مګر دا یو ډول هڅونه وه د ټولو ګډونوالو لپاره چې څرنګه په خپلو هیوادونو کې ونډه واخلی.
AREU په سیمه او هیواد کې د مخدره توکو او معیشت او خوندیتوب د څیړنو په مطالعاتو کې او همدارنګه د قوی شواهدو پر بنسټ پالیسۍ او پروګرام جوړونکو ته خورا مخکښه اداره ده.
دا ډول کنفرانسونو کې برخه اخیستل مونږ ته د شواهدو پر بنسټ څیړنه، شننه او د خلکو د ښه ژوند کولو لپاره د عملی ګامونو په اخیستلو کې او د اړیکی ټینګولو لپاره لا ډیر څه رازده کوی په ځانګړی توګه د افغانستان په شان په یوه ډیر زیان مننوکی ټولنه کې.