
14 Jan د یوې ښځې ژوند: په روغتون، کلینک او پخلنځې کې
په افغانستان کې ښځې یو مناسب ژوند نلری او له ډیرو ستونزو، سختیو او محدودیتونو سره مخ دی.
او دا ټول په هغو ښځو ډیر صدق کوی چې زده کړی ونلری، په کلیو کې اوسیږی او د کورنی او کلتوری حساسیتونو سره مخ وې. له بل پلوه، هغه ښځې چې زده کړې یې کړی وې، له کور څخه بهر ته د تللو، کار کولو او د پریکړه نیولو اجازه لری. همدارنګه، هغه ښځې چې روزنه او یو څه ګټې تر لاسه کوی تر اوسه لا په ستونزو کې دی او پر دی نه دی بریالۍ شوی چې خپلو کورنیو ته وخت ورکړی. د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې (AREU)، د ښځو سیاسی ګډون په اړه د معلوماتو راټولولو په وخت کې چې، دا څیړنه به هم ډیر ژر خپره شی، مونږ د یوۍ ښځې سره لیدنه وکړه چې ژوند یې له روغتون، معاینه خونې او پخلنځې پوړی محدود شوی وو.
د کابل ولایت څخه یوې ښځینه ډاکټرې له یو ننګرهاری ډاکټر سره یې واده کړی. د دې میړه په ننګرهار ولایت کې په یوه عمومی روغتون کې دنده تر سره کوله. په پایله کې، دې هم باید خپل میړه تعقیب کړی وای، ننګرهار ته سره له خپلې کورنۍ کډه شوه. د یوې ډاکټرې په صفت او همدارنګه په جلال اباد ښآر کې د ښځې ډاکټرۍ ته د اړتیا په صورت، دې هم په ننګرهار ښآر کې په یو عمومی روغتون کې دنده پیل کړه. هغه په بشپره توګه خپلې دندې ته ژمنه او ټول وخت بوخته وه. په هر صورت، هغه عاید چې دوې له دواړو ځایونو څخه تر لاسه کولو، بسنه یې نه کوله. نو په دې ډول، دې پریکړه وکړه چې یو شخصې کلینیک پرانیزی او د خلکو خدمت وکړی.
د دې ورځې په دا ډول وې: له سهار ۸ بجو څه تر مازیګر ۴ بجو پوری به په عمومی روغتون کې وه، وروسته له هغې څخه به خپل کلینیک ته د ۳ یا څلورو ساعتونو لپاره تلله، په معمول ډول فصل ته په کتو سره له ۴:۳۰ د مازیګر تر ۸ بجو د شپی هلته به د خپلو ناروغانو په معاینه کې بوخته وه. دا د دې ورځنی بشپړه او وروسته له وخته دنده وه، مګر دی ټولو بسنه نه کوله، په یوی افغانی ټولنه کې میندی باید د خپلو بچو د بی ځایه او د کور څخه د باندی د هغوی پاملرنه وکړی. دا د دې لپاره ستونزمن وه چې په روغتون او کلینیک کې هم کار وکړی او د خپلو بچو څخه پاملرنه وکړی مګر دې ورته ادامه ورکړه. په پایله کې، وروسته د روغتون او کلینیک له دندې خپله دریمه دنده یې پیل کوله، په پخلنځې کې.
د وخت په تیریدو سره د دې بچې په ښونځی او پوهنتونونو کې شامل شول. له همدې امله مور څخه دا تمه کیدله چې د خپلو بچو لپاره خواړه چمتو کړی. د ورځې په بهیر کې دې نشو کولای چې خواړه چمتو کړی، نو له همدې امله دې باید خواړه د راتلونکې ورځې لپاره د شپی چمتو کړی وای.اوس مهال د ډیرو کلونو راهیسې دا په داسی یو حالت کې ده چې د ورځې په بهیر کې ټوله ورځ د یو مامور په شان په یو روغتون کې، وروسته له روغتون په خپل کلینیک کې او د شپی لخوا په پخلنځې کې وې. زمونږ د مرکې په مهال دې داسې وویل: “ ډیری وخت زما بچیان ما ته داسی وایې، چې زمونږ د مور ژوند له روغتون، معاینه خونې او پخلنځې پوری محدود دی” .
په پایله کې، افغان دولت او نړیواله ټولنه ډیر زیار باسی چې افغان ښځې دی زده کړی وکړی چې دا یو ښه کار دی مګر، کلتوری حساسیتو ته په لیدو سره، هغه ښځې چې زده کړی لری د سړیو په شان آزادی نلری او د دوې د کاری ژوند تر څنګ، ښځې لا اوس هم کورنی ژوند لری او همدارنګه اړتیا ده چې د نارینه خپلوانو لخوا بدلون ومومی.
دا په افغانې ټولنه کې د ښځو پر اوږو یو لوی بار او د خپلواکې پر وړاندی یې یو خنډ دی. تر دې دمه
د نړیوالې ټولنې بودجه او پروګرامونه د جنسیت د مساوات په اړه د خلکو د چلند او کلتور په بدلون کې پاتی راغلی. د میرمنو د حقوقو د ودې لپاره او د دروغینو کلتوری جوړښتونو د لمنځه وړلو لپاره او د جنسیت د نامساوات لپاره که د اسلام په رڼا کې کار وشی نو دا به په افغانۍ ټولنه کې د خلکو په چلند غوره اغیز لرلی شی . په پایله کې د پریکړه جوړونکو سړیو او د دوی د ونډې په اړه روزنه به د میرمنو په ژوند کې به د بدلون ور پرانیزی.