زړه وره شه او قدم پورته کړه

زړه وره شه او قدم پورته کړه

زړه وره شه، قدم پورته کړه او د بدلون میرمن اوسه. دا نه زه وایم او نه هم د بلی میرمنې وینا ده: بلکې دا سږ کال زما د ساحوی کار په بهیر کې د ډیریو میرمنو لخوا ویل شوی دی. د ننګرهار څخه یوې میرمنې داسی ما ته وویل: « دا ډیره ستونزمنه ده مګر، باید میرمنې یې د یو ځای څخه پیل کړی…». بلې میرمنې د بلخ ولایت څخه داسی وویل: « مونږ باید وزغمو، که چیرې درد نه وې نو راحت نشته». او په بامیان ولایت کې بیا یوې میرمنې ما ته داسی وویل: « زه نوره په کور کې چوپ نشم پاتې کیدلی». 

افراطیت، کلتوری ممانیعتونه، ناامنۍ او ډیری داسی نور خنډونه او ننګونې د دې میرمنو په لاره کې ولاړی دی، مګر دوی راپورته شوی چې خپل غږونه اوچت کړی او دغه ننګونې په پیاوړتیا بدلې کړی. دا میرمنې د ققنوس مرغۍ په شان دی چې د خپلو ایرو څخه راپاڅیږې.  دامیرمنې د جنګ ، شخړۍ او د تبعیض د خنډونو څخه راوتلی دی، یوه میرمن د دې خنډونو څخه راوتونکې لیلما ده.

لیلما تر شپږم ټولګی پوری زده کړی کړی او فقط لوستی ده. مګر دی د نورو میرمنو په شان په کور کې ناسته غوره نه کړه، دې وښوده چې زده کړه د میرمنو کمزورتیا نه شی کیدلای. یوه میرمنه باید لیواله وې چې په نارینه واکمنه ټولنه کې خنډونه مات او کار پیل کړای شی. لیلما په بامیان ولایت کې د یوې لاسی صنایع کارخونې بنسټګره ده، او دا په هغې سیمه کې د ډیرو میرمنو لپاره یوه هیله جوړه شوې ده. پنځوس کسان د دې په فابریکه کې کار کوې او نورې ډیری میرمنې د دې لپاره له خپلو کورونو څخه کار کوی.

دا یوه اسانه لاره نه وه:  له ډیرو ستونزو او ننګونو سره مخ شوه مخکې له دی چې یوه سوداګره میرمن شی. د دې د سوداګرۍ په پیل کې د دې یواځینی ملاتړ کوونکې د دې خاوند ووچې تر څنګ یې ولاړ وو او د نورو خلکو آندونو ته یې هیڅ غوږ نه نیوه او د نورو نارینه وو په خلاف خپله میرمن یې هڅوله. دی یواځینی شخص وو چې په مارکیټ کې یې محصولات اداره کول. 

لیلما وویل: « په تیرو کلونو کې به زما خاوند په هټۍ کې کیناسته او ما به د ورځی دوه ځله له هټیو څخه لیدنه کوله». دې غوښتل چې خلکو ته وښیې چې میرمنې هم کولای شی چې بازار ته ولاړی شی او همدغه وو چې هغه هیڅکله تسلیم نشوه. په افغانۍ ټولنه کې د  داسی شان میرمنو کار کول او ژوند کول ډیر ستونزمن دی. هغه باید له یوې خوا خپله موخه متوازنه وساتی او له بلې خوا خپل غرور.

لیلما داسی وویل: « زه خوښوم چې په هر قسم د وړتیا جوړونۍ ورکشاپ او سیمینار کې برخه واخلم، د خپل غرور او ویاړ د ساتلو په اړوند  ما هر قسم خپرونې او غونډې کې ګډون کړی، حتا تر دی چې ډیری وخت به زه په رسمی بڼه نه وم بلل شوې، او زه به په دریم او څلورم کتار کې کښیناستلم ځکه زه به ویریدلم که چیری په لمړی کتار کښې کینم نو یو څوک به زما څخه وپوښتی چې له دی ځایه پاڅه او هلته بل ځای کې کښینه نو دلته به زه شرمیندوکه شم او شاید دا به ما کم جرآته کړی تر څو په داسی خپرونو کې نورګډون ونه کړم.»  

دا یواځی یوه سوداګره میرمنه نه ده، بلکې د میرمنو د حقوقو فعاله او د حقوقو څخه یې دفاع کوی او د میرمنو نورو موضوعاتو ته رسیدنه کوی. هغه نورې میرمنې دی ته هڅوې چې فعاله اوسی او په خپله خپل عاید تر لاسه کړی. هغې په لسګونه هغو میرمنو ته چې تذکرې یا پیژندنپاڼې نه لری اسانتیاوی چمتو کړی چې تذکرې واخلی او دی ته یې هڅوې تر څو په ټاکنو کې ګډون وکړی.

هغه په دې باور ده چې یواځې میرمنې کولای شی چې میرمنو سره مرسته وکړی. که چیرې دوې د زړه ورتیا، او قدم پورته کړی، نو دری شیان لازم دی چې میرمنې د هغو په زور وکولای شی په یوه نارینه واکمنه ټولنه کې کار پیل کړای شی: سواد، زده کړه او پوهاوی. او دا ټول دې په خپلو کړنو کې ښودلی دی او سره د ډیری ګواښونو چې دی ته رسیدلی دا تسلیم نشوه او غواړی چې بیا هم د دوی په وړاندې د پخوا څخه هم کلکه ودریږی.

دې پوښتنې ته چې څرنګه میرمنې کولای شی چې یو ښه او باثباته ګډون وکړای شی؟ همغه یو ځواب وه د دې لخوا چې یواځې او یواځې میرمنې کولای شی چې میرمنو سره مرسته وکړای شی. او همدارنګه میرمنې دې ته اړتیا لری چې یوه قوی سیاسی، اقتصادی، ټولنیزه او کلتوری شبکه ولری. او په داسی شکل شبکې ته اړتیا نشته چې باید په پروژو پوری تړلی وې. میرمنې باید یو بل پوری تړلی وی لکه څرنګه چې لیلما ما ته وویل: «تا ته اوګوره ته نه پوهیږی چې تا ما ته څومره ښه او متفاوت آند راکړو چې زه کولای شم د ټولنې په نورو مختلفو سیمو کې ګډون وکړای شم او په راتلونکی کې یوه ښه پریکړه نیوونکې واوسیږم.» دې ټکی ما ته دا انعکاس راکړو چې د افغانستان ۱۴ ولایتونو ته سفر وکړم اوله دوې څخه څه ما واوریده اړیکې یې راسره ونیولې او زما چلند پر دوې څرنګه اغیزه وکړه. میرمنې اړتیا لری چې د هیواد او د نړۍ له هر کونجه له یو بل سره تړلی واوسیږی. 



x