د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره د یو زیات شمېر بحثونو، ګردۍ میزونو او خبري کنفرانسونو کوربه وي، چې زیاتره یې په کابل کې د دغه ادارې په دفتر کې جوړېږي. یو شمېر نورې برنامې لکه: ورکشاپونه، سیمینارونه او د شریکانو لپاره پریزنټیشنونه د دغه ادارې له دفتر څخه بهر په لاره اچول کېږي. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې، د برنامو د بلنلیکونو لپاره، تاسې کولی شئ، زموږ په وېبپاڼه کې ګډون او نوملیکنه وکړئ.
دغه اداره په پام کې لري، چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو موسسو په مرسته، له ۲۰۱۷ لمریز د یو لړ موضوعاتو په تړاو، چې په هرو دریو میاشتو کې څېړل کېږي، د خپلو کارپوهانو لکچرونه سازماندهي کړي. سربېره پر دې، د دغه ادارې اړوند (کورني او بهرني کارپوهان) چمتو دي، ترڅو د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو د رسنیو د مرکې غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي. تاسې کولی شئ، له دغه لینک څخه په ګټه اخیستنې سره، له کارپوهانو د مرکې غوښتنه وکړئ. د دغه ادارې د خبرپاڼو او مطبوعاتي کنفرانسونو سربېره، د یادې ادارې د څېړونکو له خوا مرکې ترسره کېږي، او په رسنیو کې د یادې ادارې د خپرونو یادونه کېږي.