د خپرونو په اړه

همدارنګه د خپرونو چاپی بڼه د افغانستان په ټولو برخو کې پر دولتی او غیردولتی، د ملګرو ملتونو سازمانونو، مرسته کونکی سازمانونو، پوهنتونونو، ملی او نړیوالو رسنیو پر دفترونو په وړیا توګه وېشل کېږی. د دې ترڅنګ، په کابل کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې په دفتر کې د خپرونو یوه خونه فعاله ده، چې د زیاترو خپرونو چاپ شوی کاپی په وړیا توګه ترې د ترلاسه کېدو وړ دی.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د شپږو څېړنیزو موضوعاتو په منځ کی هر کال نژدې ۳۰ اصلی خپرونې په انګلیسی، دری او پښتو ژبو خپروی. د ژبې او تخنیکی ایډیترانو، بیاکتونکو، ژباړونکو او ډیزاینرانو یوه ډله پر دغو خپرونو کار کوی، ترڅو کیفی معیار یې ډاډمن شی. هره څېړنه تر هغه وروسته چې بشپړه شی، پرلیکه کېږی او د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له وېبپاڼې څخه د ډانلود لپاره د لاس رسی وړ وی.

په دې برخه کې د پوښتنې لپاره کولی شئ له دغه برېښنالیک سره publications@areu.org.af اړیکه ونیسئ.
x