FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

ناهیلیتوب یا امیدواري؟ له (۲۰۱۴م) کال څخه وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت

دا چې له ۲۰۱۴م کال څخه وروسته به د آفینو اقتصاد په افغانستان کې کوم لوري ته ځي، د هیواد د نورو سکټورونو په څیر په ګڼ شمیر فکټورونو پورې تړاو لري (له ۲۰۱۴ م کال څخه وروسته به په افغانستان کې د آفینو اقتصاد په ګڼ شمیر فکټورونو پورې تړاو ولري). ناهیلې شوي کسان د تریاکو په کښت کې دریمې برخې زیاتوالي ته اشاره کوي چې په ۲۰۱۳م کال کې د افینو د تولید کچه د هیواد په تاریخ کې ساری نه لري. نوموړي کسان وایي چې د هیواد اقتصاد ورځ په ورځ کمزوری کیږي، په کلیوالو سیمو کې ناامني مخ په زیاتیدو ده، نړیوالې مرستې مخ په کمیدو دي او سیمه ایز واکمنان د ملاتړ د بدیلو زیرمو په لټه کې دي، له همدې امله داسې فکټورونه نه ترسترګو کیږي چې له اوسنۍ “بې سارې” کچې څخه د آفینو د تولید د زیاتیدو مخنیوی وکړي.

زبان: Pashto
تعداد صفحات: ۴
په انګلیسې او دری کی هم لوستلی شي : انگلیسی | دری

اړونده خپرونه