FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

په افغانستان کې د میرمنو او رهبرۍ معما: درسونه او وړاندیزونه

افغانستان کلیواله ټولنه ده چې دودونه، مذهب او نارینه پکې واکمن دي. نژدې په ټولو کچو کې پریکړې له پاسه نه ښکته کیږي او ډیره برخه یې نارسمي وي. د شخصیت په جوړولو کې توکمیز جوړښت، ټولنیز امتیاز، ثروت او یا هم رسمي او نارسمي اقتدار(واک) چې ښايي سرچینه یې له همدغو یادو شويو فکتورونه څخه یو وي، مهم رول لري. زرې موټر او یا د شخصي ساتونکو شمیر هم د افغانستان په څیر ټولنه کې د شخصیت له جوړولو سره تړلي بلل کیږي. په افغان ټولنه کې، چې ښځې پکې دویمه درجه وګړي بلل کیږي، د عامو خلکو نظر مهم دی خو په خپل ذات کې ممتاز خلک پکې واکمنان دي او نارینه له زړونو پکې له میرمنو بیزاره دي. په دغه ډول ټولنه کې تل څلورو میرمنوته، چې هغه به د چا مور، یا خور، میرمن او یا هم لور وي، درناوی کیږي خو له دې پرته د نورو ټولنیزو اړیکو لرونکو میرمنو ته په کمه سترګه کتل کیږي.

زبان: Pashto
تعداد صفحات: ۴
په انګلیسې او دری کی هم لوستلی شي : انگلیسی | دری

اړونده خپرونه