په بلخ ولایت کې د ۲۰۱۵ کال د می د میاشتې د اپيمو او کلیوالي اقتصاد په تړاو د ساحوي کار یادښتونه
دا یادښتونه د بلخ ولایت د چمتال او چاربولک ولسوالیو په لسو کلیو کې د ۲۰۱۵ کال د می د میاشتې په دوو اوونیو کې ترسره شوي دي. د مزار په لویدیځ کې پرتې دا سیمې په پرتلیز ډول د بلخ ولایت نا امنې سیمې ګڼل کېږي، دغلته په ۲۰۰۷ کال کې د اپيمو په کر کیلې باندې له بندیز راهیسته خلکو څو ځلي دا کښت کړی او بیایې لاس ترې اخیستی دی.