FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

په افغانستان کې جنسیتي ځواب ویونکې بودجه جوړونه: د پرمختګ په حال کې چاره

جنسیتي ځواب ویونکې بودجه جوړونې پروسه، د یو هیواد په عامه مالي اداره کې د جنسیت لید د ځای پرځای کولو په
موخه ترسره کېږي. دغه څیړنه پر دې فرضیې بنسټیزه شوې، چې دولتي بودجه جنسیتي ماهیت نه لري او په واقعیت کې د عامه
عوایدو او عامه لګښتونو په تړاو د دولت پالیسۍ، پر ښځو او نارینه بیلابیلی اغیزې لري جنسیتي ځواب ویونکې بودجه جوړونه
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي او د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر
په تخنیکي ملاتړ، د مالیې وزارت له خوا معرفي شوه. که څه هم، د جنسیتي ځواب ویونکې بودجه جوړونې د تګلاریز کاري پلان او
د جنسیتي بودجه جوړونې د لارښود د پرمختیا په ګډون، دغه لړۍ پراخې او بیلابیلی لاسته راوړنې لري، خو بیا هم پر دغه موضوع
اوس هم زیات کارونه جریان لري.

زبان: پښتو
تعداد صفحات: ۶۴

اړونده خپرونه