FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

په افغانستان کې د کوچی – بزګر ترمينځ د شخړو څيړنه

د کال ۲۰۱۶د دسمبر په مياشت کې، د افغانستان د څيړنې او ارزونې ادارې د اروپا د اتحادیې له خوا تمویل شوې پروژه پيل کړه. په نوموړې پروژې کې طبيعي زیرمو د مدیریت په اړینو ساحو کې د درې اړخيزو څيړنو هڅې، د خوړو د زون پاليسي، ترځمکې لاندې اوبه، او د شخړو په برخه کې د ښکيلو اړخونو بدليدونکې ليوالتيا چې د ميشتو وګړو او کوچيانو ترمينځ شتون لري،» او په هغه کې د کوچيانو – بزګرانو په اړه د شخړو یوه برخه، شامله ده . پروژه د درې کلونو په موده کې پرانيستل کيږي او په مختلفو مرحلو کې به تنظيم شي. د پروژې ساحوي کار په ټول افغانستان کې ۱۶ موضوعي مطالعې په بر کې نيسي، چې د هغو له جملې څخه د۷ ساحوی کارونه په لومړۍ مرحله کې ترسره شوي دي. په دغو هڅو کې په کابل او ولایتونو کې د حکومت له کار کوونکو، د ټولنې له لارښونکو او د شخړو له ليدونکو سره مرکې هم شاملې دي. اوسنۍ ليکنه د لومړی مرحلې د لومړنيو موندنو لنډیز وړاندي کوي ، چې له اوو څيړنو څخه لاس ته راغلي دي. په راتلونکي کار کې به نه یوازې نهه نورې موضوعي مطالعې او د شخړو له ليدونکو سره ټولې مرکې، بلکې د اوو موضوعي څيړنو په موده کې اضافي مرکې هم شاملي دي چې اوسنی لومړنی لنډیز بشپړوي.

دلېکنې څرنګوالی: لنډ
موضوع: ټولنیز ملاتړ او معیشت
زبان: pashto
تعداد صفحات: ۱۲
په انګلیسې او دری کی هم لوستلی شي : انگلیسی | دری

اړونده خپرونه