FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

په افغانستان کی په کرهنیز مولدیت باندې د اوبو په سکتور کې د سمونو اغېزې

افغانستان په ۲۰۰ ۹ کال کې د اوبو د سرچینو د بشپړ مدیریت د اصولو پر بنسټ د اوبو قانون نافذ کړ او موخه ئې د اوه چې کرنه د ملي اقتصاد په پرمختیا کې لا ډېره خوځوونکې ونډه واخلي. که څه هم نوموړی سکتور په پايښت لرونکې پرمختیا کې ډېره ستره بالقوه ونډه لري، خو غښتلتوب یې تر ډېرې کچې د اوبو لګولو په هڅو او اغیزمنتوب پورې تړلی ده، چې د اوبو د لګښت ۹۰ سلنه جوړوي. هغه سمونې چې د اوبو په قانون کې راغلي دي د مرکز، سیند، او کوچني سیند د کاسو په کچه یې د اوبو د سرچینو د بشپړ مدیریت د اصولو پر بنسټ نوي بنسټیز چوکاټونه )نوې بنسټیزې کړنلارې( او هڅوونکي کاري میکانیزمونه را مینځ ته کړي دي. نوموړې سمونې د سیندونو او کوچنیو سیندونو د کاسو پر اساس د اوبو د مدیریت پر بیا جوړونه باندې تمرکز لري. اوسنۍ لیکنه په کرهنیزو تولیداتو باندې د سمونو اغېزه څېړي.

دلېکنې څرنګوالی: موضوعې څېړنه
موضوع: د طبیعي سرچینو مدیریت
زبان: پښتو
تعداد صفحات: ۳۲
په انګلیسې او دری کی هم لوستلی شي : انگلیسی | دری

اړونده خپرونه