FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

په افغانستان کې قضایي بیا کتنه

د افغانستان د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون د پخوانیو اساسي قوانینو په پرتله د قواوو د کنترول او توازن لپاره ډېرو میکانیزمونو ته ځای ورکړی دی. د نورو تر څنگ، قضایي بیا کتنه چې د قانون د واکمني او د اساسي قانون پر بنسټ د یوه حکومت اساسي عنصر دی او د اوسنیو اساسي قوانینو یو کلیدي جز دی پکې شاملیږي.
د اساسي قانون ۱۲۱ ماده د افغانستان د اساسي قانون په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره سترې محکمې ته واک ورکوي چې د عادي قوانینو مطابقت له اساسي قانون سره و ارزوي، څو د اساسي قانون تفوق تقویه او وساتل شي او د دولت د مقننه او اجرائیه قواوو امور تر قضایي کتنې لاندې راشي. په دې برسېره، د اساسي قانون ۱۵۷ ماده د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون ایجادوي چې د اساسي قانون دقیق تطبیق او د تطبیق د پروسې گام په گام څارنه یقیني شي.

دلېکنې څرنګوالی: د پالیسۍ نوټ
موضوع: اساسي حقوق
زبان: Pashto
تعداد صفحات: ۴
په انګلیسې او دری کی هم لوستلی شي : انگلیسی | دری

اړونده خپرونه