FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د کنټرول او نفوذ درک کول: د کوکنارو کښت او مالیات موږ ته د افغانستان د دولت د واکمني په اړه څه وایي؟

یو شمېر سازمانونو هڅه کړې ده چې په افغانستان کې د حکومت د کنټرول ساحې وپېژني. 1 څرنگه چې دغه مسأله په رسنیو او رسمي راپورونو کې ډېر ځله ذکر شوې ده، دغه لیکنه هغې طریقې ته یوه انتقادي کتنه کوي چې د شمالي اتلانتیک د معاهدې سازمان  )ناتو( او په افغانستان کې د امریکا د متحده آیالاتو ځواکونه ) USFORA ( یې په افغانستان کې د حکومت د کنټرول او نفوذ د سنجش کولو لپاره په کاروي. دغه لیکنه د اوسني روش حدود په هغه چوکاټ کې دننه توضیح کوي چې تر اوسه د میتودولوجې په هکله پېژندل شوی دی. راپور ښیي چې په خلکو یا یوې ساحې باندې د دولت یا یاغیانو د “کنټرول” مفهوم نه یوازې په افغانستان کې د دولت له تاریخي مفهوم سره تصادم کوي بلکې د هیواد په لویو برخو کې له اوسنیو حوادثو سره هم په ټکر کې دی. راپور څرگندوي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا د “د دولت نفوذ”، “د یاغیانو نفوذ” او “متنازعي” منل شوې کتگورۍ یو بل نه نفي کوي او استدلال کوي چې د ولسوالیو په کچه

ارزونې په کافي ډول تفصیلات نه وړاندې کوي څو توضیح کړي چې یاغي قوتونه په یوه ساحه څنگه نفوذ غورځوي، په کلیوالي ټولنو کې خپل موقف تقویه کوي مخکې له دې چې خپل موقف تقویه او د ولسوالی یا ولایتي مرکز محاصره کړي

دلېکنې څرنګوالی: موضوعې څېړنه
موضوع: د طبیعي سرچینو مدیریت
زبان: پښتو
تعداد صفحات: ۷۲
په انګلیسې او دری کی هم لوستلی شي : انگلیسی | دری

اړونده خپرونه