FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د هلمند د خوړو زون په رښتني معنا بې ساری: د هلمند د خوړو زون څنگه په دې ولایت کې د کوکنارو د تولید ظرفیت لوړ کړ؟

د هلمند د خوړو د زون ) HFZ ( موخه دا وه چې د کوکنارو په کښت کې چټک او د پام وړ کموالی راولي. دغه پروگرام د امریکا او د برطانیې د حکومتونو له خوا د 2008 او2012  کال د مني تر منځ د 12 او18  میلیونو امریکایي ډالرو په منځ کې تمویل شوی و. له پروگرام سره یو ځای د افغاني او بین المللي ځواکونو په شمېر کې چې په هلمند کې جنگېدل زیاتوالی راغی او ورسره د انکشافي مرستو ونډه هم لوړه شوه چې د “ناڅاپي زیاتوالي” په نوم یاده شوې. د هلمند د خوړو د زون او د ناڅاپي زیاتوالي په موده کې د ناتو سازمان د افغانستان د اسلامي جمهوریت له حکومت سره مرسته وکړه چې په مرکزي هلمند کې خپله ولکه وغځوي؛ “د لارو د تقاطع په هره نقطه” کې امنیتي اډې جوړې شوې، حکومتي خدماتو ته لاس رسی لکه روغتیا او معارف د پام وړ پرمختگ وکړ، او د کوکنارو د کښت کچه په 2008 کال کې له 103590 هکتار څخه په 2012 کال کې 53307 هکتارو ته راولوېده. خو پوښتنه دا ده چې د هلمند د خوړو د زون د دورې له پای څخه پینځه کاله وروسته او له هلمند څخه د بهرنیو پوځي ځواکونو له ایستلو څخه درې کاله وروسته حالات اوس مهال څنگه دي؟ دغه راپور په ژورو څېړنو او د 2008 او2017  کلونو تر منځ د لوړ کیفیت د تصویرونو پر بنسټ ولاړ دی څو ښکاره کړي چې د هلمند د خوړو زون او د ناڅاپي زیاتوالي پروگرامونه څومره بې ثباته وختل.

 

دلېکنې څرنګوالی: موضوعې څېړنه
موضوع: د طبیعي سرچینو مدیریت
زبان: پښتو
تعداد صفحات: ۶۰
په انګلیسې او دری کی هم لوستلی شي : انگلیسی | دری

اړونده خپرونه