FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

ښاري خوندیتوب: په افغانستان کې د ښاري سولې جوړونې پروګرام ته یوه بیاکتنه

په افغانستان کې د پالیسي په چاپیریال کی، د ښاروالي په بودجې کې دننه او له هغې څخه بهر پروګرامونو او اداري قواعدو او اجرااتو کې د ښاري خوندیتوب مفهوم په نسبي توګه نوی بریښي. په وروستیو شپاړس کلونو کې د چټک ښاریتوب بهیر ځانګړې زیان منونکی، محرومیت او نه خوندیتوبونه رامینځ ته کړي دي. هغه ټولنیز ښاري جوړښت چې پخوا ئې شتون درلود او تریوې کچې ئې د یووالي او امنیت احساس ډاډمن کاوه د ډیرو لویو ښارونو په مرکزونو کې له مینځه تللی دی. په پایله کې ښځې او ځوانان له ځانګړو امنیتي خطرونو سره مخامخ شوي دي. ډیر عمده ښارونه د غیر رسمي )بی نظمه، ګډوډ( میشت کیدلو او دننه بې ځایه کیدونکو په لنډ مهاله استوګن ځایونو باندې بدل شوي دي. ښاریان د ښاري خوندیتوب په ښه والي کې ونډه نه اخلي. د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیتونه ددې وړتیا نه لري چې د چټک ښاریتوب سره ځان عیار کړي او د ښاري حکومتولۍ پالیسي لاتراوسه د جوړیدو په بهیر کې دي.

دلېکنې څرنګوالی: د پالیسۍ نوټ
موضوع: ټولنیز ملاتړ او معیشت
زبان: پښتو
تعداد صفحات: ۴
په انګلیسې او دری کی هم لوستلی شي : انگلیسی | دری

اړونده خپرونه