FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

ولاړې اوبه ژورې ځي: د کوکنارو ناقانونه کښت او د سویل لویدیز افغانستان د دښتو بدلون

د افغانستان حکومت او بهرنیو ځواکونو د کوکنارو د زیرمو د ویجاړولو او کرکیلی په وړاندې مبارزه پیل کړي ده ترڅو د جګړه مارو ډلو د ملاتړ جرړی راوباسي او په هیواد کې د مخدره توکو تولید او قاچاق له مینځه ویسي. په هر حال، د سویل لویدیز افغانستان په دښتو کې د کوکنارو کرکیلې  په تیرو دوو لسیزو کې د سیمه ایزې کرنې په پراختیا کې مهمه ونډه اخیستې او د کلیوالو خلکو د لاسي مهارتونو له لیارې چې د هرزه بوټو د مینځه وړلو او د چین له هیواد څخه د لمریزې انرژۍ له وارداتي وسیلو څخه په کار اخیستنې سره، د کرنې او اوبو لګولو تخنیکونو وده موندلي ده ، د شګو او کاڼو څخه ډکه ځمکه د مرکزي حکومت له انډول څخه پرته د سرو زرو په کان بدله کړي ده.

د ډاکتر منسفیلډ لیکنه نه یوازې پر هغو سترو لاس ته راوړنو رڼا اچوي چې په کرنیزه او نوښتیزه ساحه کې لاس ته راغلي او د کوکنارو او تریاکو له کښت پرته لاس ته راتلونکې نه بریښیدله، بلکې په عین حال کې په سیمه ایز اقتصاد او داخلي مهاجرت باندې ممکن اغیزمنتوب هم تر تحلیل لاندېنیسي. برسیره پر دې، کیدای شي چې دا ډول محصول د هر بل قانوني کښت په توګه، په بازار کې د زیاتیدونکې تقاضا او پرله پسې ګټې اخیستنی په پایله کې د خاورې د خرابیدلو سبب شي او د ترځمکې لاندې اوبو د کچې د کمیدلو عوامل برابر کړي او په دې توګه د ځمکې اوږد مهاله پایښت کمزوری شي.

د پام وړ بل عمده ټکی د ځواک په انډول پورې تړاو لری چې د ځمکې په ملکیت پورې اړوند دی  :آیا موږ به د ځمکو د یو څو خاوندانو په لاس کې  د ډیرو ځمکو د تمرکز او انحصار شاهدان یو چې د سیمه ایز بزګرانو د مزدورۍ د لا ډیر لږوالي څرګندونی وکړي؟ په ډیر احتمال، هو.

دلېکنې څرنګوالی: موضوعې څېړنه
موضوع: د طبیعي سرچینو مدیریت
زبان: پښتو
تعداد صفحات: ۴۰
په انګلیسې او دری کی هم لوستلی شي : انگلیسی | دری

اړونده خپرونه