FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د افغانستان پارلمان: د ۲۰۰۱ کال راهیسي د اساسي قانون پر بنسټ د ورکړل شوو واکونو اوعملی کړنو پرتله

په افغانستان کي د پارلماني ډموکراسۍ موده لنډه وه ځکه په هیواد کی د هغې د ودې او غوړېدلو لپاره مساعد شرایط موجود نه وو. له همدې امله، پارلمان موثریت نه درلود او د اجرائيه او مقننه قواوو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کی پاتې راغی. د لسو کلونو څخه په لږه موده کي پارلمان پنځه حکومتونه بدل کړل، چی دا کار په هیواد کې د بې ثباتۍ او بحران سبب وګرځېد. د ۱۹۷۳ کال راهیسی، هغه مهال چی د ۱۹۶۴ کال د اساسي قانون په رڼا کی رامنځته شوی نظم له منځه ولاړ، بیا تر ۲۰۰۱ کال پوری، افغانستان یو فعاله او کاری پارلمان نه درلود.

دلېکنې څرنګوالی: د پالیسۍ نوټ
موضوع: اساسي قانون
زبان: پشتو
تعداد صفحات: ۴
په انګلیسې او دری کی هم لوستلی شي : انگلیسی | دری

اړونده خپرونه