FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د ۱۳۸۰ کال د لیندۍ د میاشتی راهیسې د افغانستان روغتیايي سیستم: حالات ښه شوي، خوشبينوونكۍ او محتاطانه لرليد

پنځه كاله پخوا، له جګړې وروسته پېر كې، د روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو څرنګوالۍ په ډېر بد حالت كې و. د هغو لږو معلوماتو پر بنسټ چې په اختيار كې دي په هغه وخت كې وضع ګډه وډه ښكاريدله، په دواړو خصوصي او عامه برخو كې ظرفيت بېخي لږ وو او د راتلونكې لپاره كوم ځانګړى لرليد شتون نه لاره. د افغاستان د څېړنې او ارزونې اداری د پايلو ريپورټ چې د ۲۰۰۲ م كال د جولاى په مياشت كې خپور شو په ټول افغانستان كې خدمتونو ته په لاس رسي كې يې ډېر توپيرونه په ګوته كړل او د روغتيايي كاركوونكو د سخت كموالي او په ځانګړې توګه لږې بېخبنا او حتا د بېخبنا نشتوالی ته يې د خلكو پام واړاوه.۱  هر چېرې به چې خدمتونه وړاندې شول د كيفيت كچې يې د پام وړ توپير لاره او د نادولتي سازمانونو كړنلارې ته هېڅ راز د سياست جوړونې طرحې شتون نه درلود. په عوض كې، روغتيايي څارنه د يوې پروژې پر بنسټ د خدمتونو د ډېرو وړاندې كوونكو په وسيله چې نه ورته او نه نسبتا همغږي و وړاندې كېدل.

 

دلېکنې څرنګوالی: موضوع پاڼه
موضوع: ټولنیز ملاتړ او معیشت
زبان: پشتو
تعداد صفحات: ۲۲
په انګلیسې او دری کی هم لوستلی شي : انگلیسی | دری

اړونده خپرونه