FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

افغانستان د اساسي قانون په تړاو د څېړنې او بحث لړۍ

Founder(s): (USIP)د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انستیتوت
حالت: بشپړ شوی

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې په دې وروستیو کې (د افغانستان د اساسي قانون په اړه تحلیلونه او بحثونه) پروژه بشپړه کړې، چې د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انستیتوت (USIP) له خوا تمویل شوی و. دغه پروژه د افغانستان د ۲۰۰۴ ز. کال اساسي قانون د لسیزې په تړاو له ترټولو پراخو لومړنیو څېړنو څخه وه. دغه پروژې د اساسي قانون تر تصویبېدو لس کاله او تر بن کنفرانس دولس کاله وروسته، د افغانستان د اساسي قانون وضعیت او په دې برخه حقوقي بحثونه تر څېړنې لاندې نیولي دي. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د یادې پروژې د یوې برخې په توګه، د قواوو د تفکیک، ټاکنیزو چوکاټونو او بنسټیزو حقوقو په ګډون، د اساسي قانون یو شمېر کلیدي ټکي تر جدي څېړنې لاندې نیولي دي. د افغانستان د اساسي قانون په تړاو د دغو لومړنیو بحثونو له لارې، تر ډېره د اساسي قانون د اصلاح په اړه بحثونو باندې تمرکز شوی دی. په داسې حال کې چې په وروستیو وختونو کې د دې اړتیا ډېره جوته شوې، چې د افغانستان د ۲۰۰۴ ز. کال اساسي قانون په تړاو زیات بحثونه او څېړنې ترسره شي. په ځانګړې توګه دې ته په پام سره، چې د افغانستان د اساسي قانون د اصلاح اجنډا تر کار لاندې دی، نو داسې څېړنې به ډېر ارزښتناکې وي، چې په دې برخه کې د راتلونکي اصلاحي پروسو په تړاو یو معلوماتي لید وړاندې کړي. سربېره پر دې، دا یوه ښکاره اړتیا ده، چې د هغو افغان علمي او حقوقي ټولنو ظرفیتونه ورزول شي، چې د دې لېوالتیا لري، په اساسي قانون پورې اړوندو موضوعاتو په اړه ژورې څېړنې وکړي. پر دې بنسټ، , AREU  او USI د دغې پروژې د بشپړېدو په تړاو د ورته کړنلارو په کارولو سره، د افغانستان د ۲۰۰۴ ز. کال د اساسي قانون په تړاو د جدي څېړنو او بحثونو د ملاتړ او ترسره کېدو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. دغه پروژه، د دې لپاره، چې په افغانستان کې د اساسي قانون د ادبیاتو د رامنځته کولو په اړه څېړنو کې او د اساسي قانون د موضوعاتو په تړاو په عمل او تیوري کې د افغان پوهانو، حقوقي کارپوهانو او افغان پالیسي جوړوونکو د پوهاویو او ظرفیتونو د کچې د لوړوالي په موخه، دغه څېړنه به ترسره او په دې برخه کې به یو ځل بیا افغان څېړونکي وګوماري او د افغان رهبرۍ له امکاناتو څخه کار واخلي.

خپرونې د دی څېړنیزې پروژې څخه:

د افغانستان په اساسي قانون کې د قواوو جلاوالې: یوه موضوعي مطالعه

د افغانستان له اساسي قانون سره سم قدرت د اجراییه، ملي شورا او قضاییه قواوو ترمینځ ویشل شوی دی. خو د کاغذ پرمخ او همدا ډول په عملي تطبیق کې د قواوو تفکیک له یو شمیر ستونزو سره مخامخ ده. لا دیر ولولئ

د افغانستان اساسي قانون لس کلن شو: کومې ستونزې مطرحې دي؟

د ۲۰۱۴ ز. کال په جنوري کې د افغانستان د اوسني اساسي قانون لسمه کلیزه پوره شوه. په دې موده کې د اساسي قانون د متن د ابهاماتو او همدارنګه د مرکزي قدرت د اصلي موقف په اړه یو لړ لا دیر ولولئ