FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د افغانستان د اساسي قانون د تحلیل او پرهغه باندې بحث

Founder(s): د امریکا د متحده ایالاتو د سولی انستیتیوت او د فنلند سفارت
حالت: بشپړ شوی
د افغانستان د اساسي قانون د تحلیل او پرهغه باندې د بحث پروژه غواړي په دې اړه چې اساسي قانون د خپلې لومړۍ لسیزې په اوږدو کې څنګه وځلید، څیړنې خپرې او بحث او خبرې اترې په مخ بوزي. دا پروژه د اساسی قانون له تصویب څخه لس کاله او د بن له جریان څخه دولس کاله وروسته د حقوقي او قانوني بحثونو دریځ او پرمختګ ته کتنه کوي او د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون د پرمختګ او انکشاف قانوني او سیاسي چاپیریال تر بیا کتنې لاندې نیسي، او د غټو قانوني سندونو ارزونه وړاندې کوي. د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداره ( AREU) به یو لړ لیکنې چې د اساسي قانون غټې موضوعګانې لکه د قواوو جلاوالی (تفکیک)، د ټاکنو قانون، او اساسي حقونه ترکتنې لاندې نیسي، د پروژې د موخو د یوې برخې  په توګه، ترسره کړي. هره لیکنه به د اساسي قانون واقعي بحرانونه چې په تیرو لسو کلونو کې رامینځ ته شوي دي، څرګند کړي، او د هغو بنسټیز قانوني او سیاسي لاملونه به تر څیړنې لاندې ونیسي. د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداره ( AREU) به د هرې لیکنې په اړه د خبرو اترو او بحثونو ګردي میزونه د اړوندو ګډون کوونکو په ګډون جوړ کړي.
د نوموړو لیکنو د سلسلې د یوې برخې په توګه به د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداره (AREU)  د لاندې عنوانونو په هکله خپلې لیکنې وړاندې کړي:
• د افغانستان د اساسي قانون په اړه یو لړ تبصرې چې د اساسي قوانینو په هکله د نړۍ د نامتو کارپوه ډاکتر هاشم کمالي له خوا لیکل شوي دي.
• د ټاکنو د اختلافونو د حل وضعیت، په ۲۰۱۰ کال کې د ټاکنو په ځانګړې محکمې باندې تمرکز،  په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د اساسي قوانینو پروفیسورې، غزال حارث /حارس؟ لیکنه.
• د قواوو د جلاوالي وضعیت، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رئیس مرستیال او کمیشنر فرید حمیدي لیکنه.

خپرونې د دی څېړنیزې پروژې څخه:

په افغانستان کی د قواوو جلاوالی: تیوری او عمل

د تاریخي او عملي لاملونو په سبب د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون مسوده لیکونکو قوي او غښتلې اجرائیه قوه غوره کړه. قدرت نه یوازې په مرکز کې تمرکز پیداکړ بلکې اجرائیه قوې ته پراخ واکونه ورکړل شول ترڅو ټول لا دیر ولولئ

په افغانستان کې د اساسي حقونو تدریجي تکامل: ۱۹۲۴- ۲۰۰۴

افغانستان له ۱۹۲۴ کال څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې شپږ اساسي قوانین درلودلي دي چې هر یوه یی د اساسي حقونو د ملاتړ مختلفې کچې وړاندې کړي دي. د ۱۹۳۱ او ۱۹۶۴ کلونو اساسي قوانینو د اساسي حقونو تر ټولو لا دیر ولولئ

د خلکو بنسټیزو حقونو ته ځغلنده کتنه: ننګونې او فرصتونه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د (1382) کال اساسي قانون چې د یو لړ نا انډولۍ او ژبنیو ستونزو څخه ډک قانون دی، خو بیا هم د دغه هیواد د وګړو د اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره هماغومره ګټور قانون لا دیر ولولئ

په افغانستان کې د ټاکنیزو اختلافونو په اړه د کار د ډول وضعیت

په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان له یوه بیساری وضعیت سره مخامخ شو، سره له دې چې د ټاکنیزو بی قاعده ګیو (بینظمیو) د سمون لپاره دوو ادارو وجود درلود، اجرائیه قوې د اساسي قانون له حکمونو څخه جلا یوه بله لا دیر ولولئ

ورستنۍخپرونې