FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د اوبو مدیریت او د مالدارۍ او تریاکو اقتصاد

Founder(s): د اروپا تولنه
حالت: بشپړ شوی

څو کلونه د اوبو د مدیریت او د مالدارۍ او تریاکو د اقتصاد په اړه د یوې څېړنې غوښتنه وشوه. دغه څېړنه تر ټولو ستره پروژه ده، چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له خوا ترلاس لاندې ونیول شوه. دغه څېړنه، په دوامداره توګه په کلیوالي معیشت کې د ښه والي راوستو، د تریاکو د تولید په تړاو د بزګرو د لېوالتیا او باور د کچې د کمولو او پالیسي جوړوونکو ته د وړاندې کولو په ټاکلي هدف، د افغانستان په کرنیز سیستم کې د طبیعي سرچینو د پیچلې ونډې یو کره انځور طرح کوي. دغه څېړنه په اتو ولایتونو د بېلابېلو شریکانو په مرسته، چې له افغان کډوالو سره د ډنمارک کمېټه (DACAAR) او د جرمن اګر واکشن دفتر، چې اوسمهال د (ولت هونګر هیلفه) په نوم سره پېژندل کېږي، ترسره شوې ده. څېړنې د جوړښتیزو نابرابریو په تړاو یو شمېر پیاوړي شواهد وموندل، چې دغه ناانډولی طبیعي سرچینو ته د یو زیات شمېر افغانانو لاسرسی محدودوي. په داسې حال کې، توکمپالنې او تګلارې په دې برخه کې عمده ونډه لري، د سیمې په کچه دودیز جوړښتونه لکه میراب په معمول ډول د زورواکو او شتمنو وګړو په ملاتړ د ستونزو د زیاتېدو په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې، چې هلته سرچینې محدودې دي، لامل ګرځي. دغه چاره، د هغو ادارو او سازمانونو د پروګرمونو د عملي توب په اړه ډیرې مهمې پوښتنې رامنځته کوي، چې په سیمه ییزه کچه د بنسټیزې ودې لپاره د سرچینې مدیریت په غاړه لري. دغه څېړنه همدا راز دې ته اشاره لري، هغه تګلارې، چې د پرانېستو میکانیزمونو په وسیله پر پرمختیا تمرکز لري، ډیر لیرې ده، چې له هغو اړمنو سره مرسته وکړي، چې یو شمېر یې لا له مخکې، د ژوندانه اړتیاوو د پوره کېدو په لټه کې دی او زیات شمېر یې له ځمکه والو او شتمنو سره په اجاره یي معاهداتو او تعاملاتو کې ښکېل دي. سرچینو او بازار ته د بزګرو لاسرسی او  د بدیل عوایدو فرصتونه او د کرنیزو محصولاتو د کچې ناانډولی ټول د کوکنارو د کرکیلي او یا نه کرکیلي په موخه د تصمیم نیونې چارې پیچلې کوي. د کرنې، مالدارۍ او اوبه لګولو پروژې معلومات دا په ګوته کوي، چې کلیوالي کورنۍ د معیشتي بدیلونو د شتون په شرط، د کوکنارو نه کرلو ته ژمن او لېواله دي. د کوکنارو د دایمي نه کرلو د مشروعیت لپاره د یو همداسې چاپیریال رامنځته کول، ډير بحراني ښکاري او ښايي په راتلونکو کلونو کې په هېواد کې د پالیسۍ له بنسټیزو ننګونو څخه وي.

خپرونې د دی څېړنیزې پروژې څخه:

په افغانستان کی د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزه: د بریالیتوب ماتی

دغه پاڼه  په دې هلکه  استدلال کوي چې د هغه څه د سم پوهاوي لپاره چې کولای شي د افغان تریاکو په تولید کې پاییدونکی بدلون رامینځ ته کړي څارونکو ته لازمه ده چې په هغه وسایلو کې  چې د لا دیر ولولئ

ټاکنیزوشکایتونو ته رسیدنه: افغانستان او د قانون د نه پلی کیدوګواښونه

دافغانستان اساسي قانون د افغانستان اتباعو ته د دې حق ورکړی، چې هم خپل ځان کاندیدولای شي او هم بل چاته رایه ورکولای شي. د دغه قانون له مخې، په هیواد کې د ټاکنو د څارنی او اداره کولو لپاره لا دیر ولولئ

د ابو مدیریت، مالداري او د تریاکو اقتصاد دبیوزلو په ګټه د کرهنیزې ودي فرصتونه

د اوبو کړنلاره سیمه ییزو واقعیتونو ته ځواب وایي

افغانستان هڅه کوي څو د اوبو د مدیریت نړیوالې وړاندیز شوې پالیسۍ پلې کړي. د افغانستان د څیړنې او ارزونې د ادارې دغه رپوټ د اوبو د سکټور د ستراتیژۍ او د اوبو د قانون بیلابیلې افغاني مسودې  او دا لا دیر ولولئ

د اوبو مدیریت، مالداري او د تریاکو اقتصاد: اوبه څه ډول بهیږي: په افغانستان کې د اوبو لګولو د سیسټمونو ډولونه

دغه څیړنیز رپوټ په افغانستان کې د اوبو لګولو د سیسټم ډولونه راپیژني. نیت لري چې د سیسټم د لا ښه والې او اغیزمنتوب په موخه د اوبو لګولو د کړندودونو او مدیریت په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي. لا دیر ولولئ

په افغانستان کې د کوکنارو د کر د متغیره کچو پیژندل: د سیمې څخه شواهد

د ګڼ شمیر کلیوالو کورنیو لپاره د کوکنارو کر کیله هغه مهم وسایل دي چې له لارې یې د افغانستان په ناامنه او له ګواښه ډکو شرایطو کې سوکالۍ ته رسیدلای شي. دغه توضیح پاڼه استدلال کوي چې په افغانستان لا دیر ولولئ

د معيشت بله لاره: حقیقت یا شعار؟

ددې معلوماتي پاڼې موخه دا ده څو دا په ډاګه کړي چې څه کول په کار دي چې د معیشت د بلې لارې مفکوره د نشه ای توکو پر وړاندې د مبارزې موخې تعقیب کړي تر څو وکولای شي چې لا دیر ولولئ

ورستنۍخپرونې