FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د خوندي معیشت د څیړنې کنسرسیوم

Founder(s): تمويلوونکي EC, ODI
حالت: تر کار لاندې

(SLRC) په دې لاندې اتو هیوادونو کې څیړنې ترسره کوي: پاکستان، نیپال، سریلانکا، سریلیون، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، سویلي سودان، یوګاندا، او افغانستان. د افغانستان د څیړنې او ارزونې واحد (AREU ) ، د افغانستان د څیړنې د پروګرام لارښوونه کوي.

نوموړې پروژه د څیړنې درې موضوعګانې چې د خوندي معیشت د څیړنې د کنسرسیوم (SLRC) ، د څیړنې ټوله تګلاره احتوا کوي، ترغور لاندې نیسي:

• کلیواله اداره ، د خدمتونو وړاندې کول او د مرستې پروګرامونه؛

• د اقتصادي ژوند او د معیشت تګ کرښې؛ او

• د خدمتونو وړاندې کول او په سیمه کې د ټولنیز نظم د ظرفیت لوړوالی.

د افغانستان په اړهڅیړنه د ۲۰۱۳ کال په پسرلي کې پیل شوه. د څیړنې د کنسرسیوم په هکله د نور تفصیل لپاره د خوندي معیشت د څیړنې د شرکت رسمي پاڼه همدلته وګورئ.

خپرونې د دی څېړنیزې پروژې څخه:

د کار بازار، ټولنیزه نابرابري او د کابل خیاطان

دا څېړنه په دې پوهاوي سره ترسره شوې، چې په ناامنو او ډینامیکو شرایطو کې د کار بازار څرنګه کار کوي. دغه چاره، د هغو ځوانو ښځینه او نارینه کارګرو، د تحلیلونو او تجربو پر مټ ترسره شوې، چې د لا دیر ولولئ

په افغانستان کې سیاست او حکومتولي: د ننګرهار ولایت بېلګه

د افغانستان حکومت ډېر وخت نازک او لړزانده ښودل شوی دی. که څه هم مرکزي دولت په دې کې پاتې راغلی، چې په ډیرو برخو په ځانګړې توګه تر پلازمینې ور ها خوا، لازم او اغیزناک اقدامات ترسره کړي، خو لا دیر ولولئ

د افغانستان د ننګرهار په ولايت کې د پيازو د مارکیټ غیررسمي مقررات

د پیازو د مارکیټ په اړه دا څېړنه د دې ښکارندويي کوي چې د کرنیزو توکو یو مارکیت څنګه فعالیت کوي اودغه موضوع ارزوي، چې ټولنیزې اړیکې څرنګه، د معلوماتو، پانګې، سوداګریز لګښت، تولید او ننګونې له پلوه مارکیټ ته لا دیر ولولئ

په افغانستان کې ولایتي سیاست او حکومتولي: دننګرهار ولایت بېلګه

د افغانستان حکومت ډېری وخت نازک او ویشلی بللی شوی. خو له دې سره سره، مرکزي حکومت  په دې کې پاتې راغلی، چې په دیرو برخو کی اغیزناک اقدامات وکری. په ځانګری ډول، له پلازمینی ورهاخوا په ولایتی کچه نطم لا دیر ولولئ