FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د طبیعي زېرمو د سرچنیو د مدیریت په اړینو برخو کې د څېړنې درې اړخیزه هڅه

Founder(s): اروپايي ټولنه
حالت: تر کار لاندې

د دغه څېړنې ټولیزه موخه، د کلیوالي ټولنو د ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا په ګړندي کېدو او د بیوزلي کچې په راټیټېدو سره، د ثبات له ټینګښت او د کلیوالي وګړو د پانګې کچې له زیاتېدو سره مرسته ده. همدارنګه د افغانستان دولت، تمویلوونکو سازمانونو او کارپوهانو ته د طبیعي زیرمو د بهبود په دریو برخو کې: د کوکنارو د کنټرول پر بنسټ د ستراتیژیو، د اوبو تر ځمکې لاندې سرچینو د مدیریت او د اصلي اوسیدونکو او کوچیانو ترمنځ له شخړو څخه د مخنیوي په برخه کې د پالیسیو ابزارو وړاندې کول، د دغه پروژې له نورو موخو څخه دي.

دغه درې برخی، د افغانستان د کرنې، کلیوالي پرمختیا او د طبیعي سرچینو هغه ځانګړنې دي، چې کولی شي افغان دولت د ((انتقال لسیزې)) په درشل کې له ننګونو سره مخ کړي. همدارنګه دغه برخې د ودې او تغییر په چوکاټ کې، د هغو پیچلیو مسایلو منعکسوونکي دي، چې ملي پالیسي جوړوونکي ورسره مخامخ دي. په دغه څېړنه کې، کارول شوي لیدلوري، کلیوالي معیشت، د اوبو د زیرمو مدیریت، له نشه یي توکو سره مبارزه او د ټولنیزو ډلو ترمنځ د اقتصادي او ټولنیزو شخړو هوارول دی.

خپرونې د دی څېړنیزې پروژې څخه:

لوړ او وچ: د کوکنارو کرکیله او د هغو کسانو راتلونکی چي د سوېیل لویدیځ افغانستان د پخوانی دښتې په سیمو کي اوسیږی

د سوېیل لوېدیځ افغانستان د دښتو بڼې بدلې شوی دی. هغه ځمکه چي یو مهال وچه او د تیږو نه ډکه وه، د نوی میشتېدونکو خلکو د بهیر په را ماتېدو سره، صفا، خړوبه او په کښتونو کرل شوې ده. لا دیر ولولئ

د غومبسو په ځاله کې لاس وهل: کلیوال وګړی، د بغاوت پر ضد پوځی عملیاتو ته په کومه سترګه ګوري

د غومبسو په ځاله کې لاس وهل، دغه څېړنه  په افغانستان کې د کوکنارو او تریاکو تولید د اغېزې په اړه زموږ د پوهاوي لپاره اړینه ده. د دغې څیړنیزې مقالې موندنې، کولای شي د دغې موضوع په تړاو د لا دیر ولولئ

ولاړې اوبه ژورې ځي: د کوکنارو ناقانونه کښت او د سویل لویدیز افغانستان د دښتو بدلون

د افغانستان حکومت او بهرنیو ځواکونو د کوکنارو د زیرمو د ویجاړولو او کرکیلی په وړاندې مبارزه پیل کړي ده ترڅو د جګړه مارو ډلو د ملاتړ جرړی راوباسي او په هیواد کې د مخدره توکو تولید او قاچاق له لا دیر ولولئ

په افغانستان کې د کوچي- ځایي شخړې ډولونه

که څه هم د سرحدونو او د کډوالۍ د وختونو په تړاو شخړې په افغانستان کې د کوچي او بزګر ترمنځ د اړیکو یو اړین اړخ  دی. د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداری دغې جاري پروژې موندلې چې د لا دیر ولولئ

د هلمند د خوړو زون په رښتني معنا بې ساری: د هلمند د خوړو زون څنگه په دې ولایت کې د کوکنارو د تولید ظرفیت لوړ کړ؟

د هلمند د خوړو د زون ) HFZ ( موخه دا وه چې د کوکنارو په کښت کې چټک او د پام وړ کموالی راولي. دغه پروگرام د امریکا او د برطانیې د حکومتونو له خوا د 2008 او2012  کال لا دیر ولولئ

په کورنیو کې د اوبو نا خوندیتوب: په افغانستان کې د څښلو اوبوته د پایښت وړ لاسرسی، د حقایقو د ښه روښانولو لپاره د بیلګو بدلون

دا څیړنه په افغانستان کې د څښاک اوبو ته د لاسرسي د اوسني حالت او پرمختګ په هکله، ډیره ژوره شننه وړاندې کوي. داخبره څرګندوي چې هغو ادعاګانو ته، چې ګواکې افغانستان پاکو اوبو ته د لاسرسي په اړه د لا دیر ولولئ

ورستنۍخپرونې