FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د کلیوالي معیشت امنیت او د کوکنارو ډینامکونه – د عوایدو له تنوع او د کوکنارو د کرکیلي له ختمېدو څخه ملاتړ

Founder(s): د اروپا اتحادیه
حالت: بشپړ شوی
د دغې څېړنې ټولیزه موخه او هدف دا دی، چې په کلیوالي سیمو کې د پاېښت لرونکي اقتصادي ودې او د استخدام د پرمختیا له لارې، د بریالیو، ښېرازو، منعطفو او ثبات لرونکو کلیوالي ټولنو له رامنځته کېدو سره مرسته وشي، چې په پایله کې یې کلیوالي ثبات او معیشت ډاډمن شي.
ځانګړی هدف:
د څېړنې ژمنتیا، په ARD سکټور کې د پالیسیو او کړنلارو د پیاوړتیا او ښه والي لپاره د پوهاویو او معلوماتو وړاندې کول او د هغه د ارتباطي او دفاعي اجزاوو زیاتول دی، ترڅو د کلیوالي معیشت او ثبات هدف له ترلاسه کېدو سره مرسته وشي. په دې موضوعي څېړنه کې، چې د AREU له خوا د افغانستان په څلورو بلخ، بدخشان، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شوې، دا په ګوته شوی، چې د دغو ولایتونو په حاصلخیزو او د لاسرسي وړ سیمو کې یې د کوکنارو د بیا کښت شونتیا موجوده ده. دا کېدای شي، د بیا لپاره تکرار شي، کله چې ناټو او افغان امنیتي ځواکونو په هغو سیمو کې خپل عملیات ودروي، چې دولت تراوسه پورې پرې د کنټرول سابقه نه لري. د یو شمېر سیمو لړزاند حالت د یادونې وړ ده، ان هغه سیمې، چې د کاري مزد د نرخ په برخه کې د کموالي له تنوع څخه برخمنې دي او یا هغه سیمې، چې پر افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفینو فشار موجود دی. دغه څېړنه ((د کلیوالي معیشت امنیت او د کوکنارو ډینامکونه – د عوایدو له تنوع او د کوکنارو د کرکیلي له ختمېدو څخه ملاتړ)) هغه عوامل به وڅېړي، چې د تریاکو له تولید څخه د یوې سیمې د ښکاره پاک کېدو او انتقال سره مرسته کوي او همدارنګه هغه عوامل به وارزوي، چې تولید ته د بېرته ګرځېدو خطرونه ښيي.
هدف:
د دغې څېړنې هدف په لاندې ډول دی:
 • د دې لپاره، چې د هغو بهیرونو په اړه یو ښه پوهاوی رامنځته شي، چې د مشروعو عوایدو د فرصتونو له پراختیا او د کوکنارو له کښت څخه د سیمې له پاک کېدو څخه ملاتړ کوي. پر ولایتي موضوعي څېړنو د تمرکز په پرتله، د ولایتونو ترمنځ یوه روښانه پرتلنه به د ترلاسه شویو درسونو يوه ښه بڼه انځور کړي.
• ترڅو د راټول شویو معلوماتو له لارې له کوکنارو څخه د ترلاسه شوي محصول بودجه، د نورو بېلابېلو محصولي سیستمونو خالص عواید او هغه کورني عواید وڅېړي، چې د غیر کرنیزو عایداتي فرصتونو له لارې ترلاسه کېږي. دغه معلومات به له نورو سنجول شویو معلوماتو او او هغه کیفي ساحوي کار له پایلو سره ترکیب شي، چې په کندهار، ننګرهار، هلمند او بلخ ولایتونو کې ترسره شوی دی.
• د نویو پرمختیاوو (د پالیسي جوړوونکو برخو لپاره لنډه کتنه او د ازموېښتې بڼې له مخې د څېړنې عملیاتي ارزښت)   پوښښ او پېژندنه؛ په داسې حال کې، چې دغه څېړنه په مشخص ډول په څلورو سیمو کې ترسره کېږي، خو داسې سپارښتنې وړاندې کوي، چې د پالیسۍ ارزونې په نورو ساحو کې هم تعقیبېږي/ د ازموېښتې بڼې له مخې د څېړنې عملیاتي ارزښت.

ورستنۍخپرونې