FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د مرستې اغيزمنتوب او همغږي

حالت: بشپړ شوی

“په افغانستان کې د پراختيا په برخه کې دوه اړخيزه حساب ورکونه يواځې د ژوند په ټولو اړخونو كې د غوره حساب ورکونې له لارې ترلاسه کيدای شي.”
د مرستې د اغيزمنتوب په هکله د افغانستان د څیړنې او ارزونې د ادارې کار دافغانستان لپاره د۱۳۸۱ كال څخه وړاندې ستراتيژيکي کاري چوکاټ د بيا کتنې سره پيل شو- چې د نوموړې ادارې لومړنی رپوټ دی.
له هغې راهيسې نوموړې اداره د پاليسيو دكاري چوکاټونو لکه په ۱۳۸۴کال کې د مرستود اغيزمنتوب په اړه د پاريس د اعلاميي په رڼا کې، د مرستندويه فعالانو ترمنځ پر همغږۍ او حساب ورکولو تمرکز کوي. په دې کې د”دوه اړخيزې حساب ورکوونې” يوه شننه – چې دپاريس د اعلاميې مهم اصل دی ګډون لري. په تيورۍ کې دا د پراختيايي ملاتړو تر منځ د دوه اړخيز روڼوالي، درناوي او همغږۍ پر ارزښت ټينګار کوي.خو شواهد په عمل کې د داشان نظريود توضيح او پلي کولو په اړه د نړيوالوبسپنه ورکوونکو او د افغان حکومت تر منځ سياسي ارادې پر نه شتون دلالت كوي. په ۱۳۸۸  کال کې د پاريس د اعلاميې پراخه ارزونه په خپله  د مرستو د سياسي اړخونو او د هغو داغيزو پر څارنه د زيات تمركزپه موخه  تر تخنيکي انديښنو وړاندې د لومړيتوبونو د پراختيا اړتيا ته اشاره كوي.

خپرونې د دی څېړنیزې پروژې څخه:

په افغانستان کی د پاریس د اعلامیی او د مرستو د اغیزمنتوب په هکله غبر گونونه

. نوموړي پاليسي پاڼه د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارې لخوا په ۱۳۸۹ کال کې د کابل کنفرانس د دايريدو په مهال جوړه شوې وه

په افغانستان کې د پاریس د اعلامیې او د مرستو د اغیزمنتوب په هکله غبر ګونونه

د مرستې د اغیزمنتوب مساله د افغانستان د حکومت،  نړیوالې ټولنې او د پراختیا په برخه کې د نورو فعالانو د اجنداوو  په سر کې ځای لري  له دې سره سره،  د مرستو نه اغیزمنتوب تر ډیره حده تر نیوکو لا دیر ولولئ