FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

پوهنه

حالت: بشپړ شوی

“لاس ته راغلی ټوليز انځور څرګندوي چې  زياتره زده کوونکي لا تراوسه هم  د “دې سيسټم” څخه ملاتړ کوي او يوه پياوړې مخالفه لږګکۍ له هغو ښيګڼو څخه چې نوموړى سيسټم يې وړاندې کوي ګټه اخيستلو ته تياره ده.”
دا چې هيواد بيا رغول کيږي او د پوهنې زيربنا پراختيا مومي نو د پوهنې په هکله دافغانستان د څيړنې او اروزنې د ادارې څيړنې پر دواړو زده کوونکو او ښوونکوتوجه کړی دی.
په ۱۳۸۳ کال کې د افغانستان د څيړنې او ارزونې ادارې دښوونکو د روزنې د پروګرام (TEP) د یوې برخې په توګه د ښوونکو پر روزنې يې يوه وضعيتي شننه ترسره کړه،(TEP) يوه څو ډليزه پروژه ده چې د پوهنې او لوړو زده کړو دوزارتونو له خوا يې مشري او د بيلابيلو نړيوالو پراختيايي سازمانونوله خوا يې ملاتړ کیږي.
د ۱۳۸۹ کال يوې توضيحي پاڼې په افغان پوهنتونونو کې دزده کوونکو د سياسي فعاليتونو اغيزمنتيا وارزوله او دا په ډاګه كوي چې څرنګه په پوهنتون كې دسياسي ګوندونو د ملاتړ شبكې د بنسټ پالنې پر لور  د كوچنۍخو مخ په زياتيدونكې ليوالتيا سره مل دي. سربيره پر دې، په ۱۳۸۹ کال کې دوه نور رپوټونه چې د افغانستان د پوهنې د ملي ستراتيژيک پلان په پراختيا توجه کوي، د پاليسي د بهير د څيړنې دپروژې د يوې برخې په توګه موندل کيدای شي.

خپرونې د دی څېړنیزې پروژې څخه:

د ملاتړ او بغاوت تر مینځ:په افغانستان کې د زده کوونکو سیاسي فعالیتونه

د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې نوې  توضیحي پاڼه ده  چې د ۱۹۶۰-۱۹۷۰ او تر هغې را وروسته کلونو کې د  زده کوونکو سیاسي فعالیتونه په کابل ، هرات ، مزار شریف او جلال آباد کې له  زده کوونکو لا دیر ولولئ