FacebookTwitterGoogle+Google GmailShare

د ښځو اقتصادی پیاوړتیا د معلوماتو ارزونه او له وضعی سره سم تحلیل

Founder(s): (UNWOMEN)
حالت: بشپړ شوی
دغه پروژه چې د جنډر د انډول او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNWOMEN) له خوا تمویل شوې، موخه یې د ښځو د اقتصادي حقوقو په اړه د معلوماتو وړاندې کول ده، چې کولی شي، په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د زیاتېدو په برخه کې، د مهمو ګامونو د اخیستو لپاره، د ښو زمینو او شرایطو په پېژندلو کې مرسته وکړي. دغه پروژه به له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا په اقتصادي ډګر کې د ښځو د برخه اخیستو په تړاو د رامنځته شویو پرمختیاوو د څېړنې، د موجودو اقتصادي قوانینو د شننې او تعقیب، د اقتصادي څانګې په ستراتیژۍ کې د جنسیتي انډول په چارو کې د سیاست ګذاریو او پانګونو یوه ترکیب به وي؛ او همدارنګه د راتلونکي لپاره، د موضوع او مشخصو او په ګوته شویو فرصتونو د یو ټولیز انځور د وړاندې کېدو په برخه کې یو ساحوي څېړنه وي. دغه پروژه د ۲۰۱۲ ز. کال په مني کې پیل شوې او هیله کېږي، چې موندنې یې د ۲۰۱۳ ز. کال په دوبي کې د لاسرسي وړ وګرځي.

 

خپرونې د دی څېړنیزې پروژې څخه:

په افغانستان کې د ښځو اقتصادی پیاوړتیا ۲۰۰۲- ۲۰۱۲ د معلوماتو ارزونه او له وضعی سره سم تحلیل

په افغانستان کې د ښځو اقتصادي ګډون په ډیریدونکي توګه د ښځو د حقونو او محلی پرمختیا نه بیلیدونکی برخه ګڼل کیږی.دا څیړنه د ښځو د اقتصادی امنیت (خوندیتوب) او حقونو په هکله چې د ملګرو ملتونو د پراخی ستراتژۍ لا دیر ولولئ

په افغانسان كى د ښځو اقتصادى غښتلتوب او وړتيا : د فرصتونومینځ ته راوړل او د چاپیريال چمتو كول

د نوموړى څيړنې موندنې څرګندوي چې په اقتصاد كې د پراخى پاليسى د چاپیريال په چوكاټ كى د افغانى ښځو نابسيا او لږ ګډون (مشاركت) د ټولنيزو – فرهنګى ژورو ريښو لرونكى خنډونو په كتاركى شميرل كيږي.

ورستنۍخپرونې