د راتلونکی ننګونو لپاره د کویډ ۱۹ څخه د چمتوالی زده کړه

د راتلونکی ننګونو لپاره د کویډ ۱۹ څخه د چمتوالی زده کړه

د کرونا ویروس یا (کویډ ۱۹) ناروغې ناڅاپه راتګ هر څوک یې حیران کړل، او ټوله نړۍ یې په یو بی ساری قرنطین کې واچوله. دغې نړیوالی ننګونې ته په کتو سره چې په معمولی ډول کار کولو باندی هم اغیز وکړ،  AREU د خپل عملی پلان اړوند دوهمه لاره غوره کړه. 

دحکومت د ولایتونو د قرنطین او محدودیتونو لږولو د پریکړې څخه یوه اونۍ دمخه، زمونږ دفتر یوه پریکړه ونیوه چې ژوند وژغوری. دغه پریکړه زمونږ دندې باندی منعکس وه تر څو دغه ناروغی نورو ته خپره نشی او روغتیایی ګواښونه راکم شی. د دې ننګونکی حالت په شتون کې بیا هم AREU، یوه نوې لاره غوره کړه تر څو له لیری څخه کار وکړی او د څیړنې فعالیتونو ته ادامه ورکړی. بنآء د ډیجیټلی توکو په کار اخیستلو سره دا جوته شوه چې دا یو غوره ټاکنه ده چې له وخت څخه ښه ګټه اخیستنه وشی او زمونو په کار او فعالیتونو کې ځنډ رانشی. 

شخصآ زما لپاره، له کوره کار کول یوه نوې تجربه وه او دا نه یواځی جوته شوه چې غوره اغیز یې درلود بلکې تر څنګ یې شوخې او ساعتیری هم وه. د دې قرنطین په موده کې ما او همکارانو مې دا فرصت پیدا کړ تر څو پخلنځی کې پخلی وکړو او تر څنګ یې باغ او باغدارې ته مخه کړو. همدارنګه همکارانو د WhatsApp ګروپ له لیاری د خپلو پخلیو انځورونو شریکول پیل کړل. هغه څه چې په دې موده کې ماته ډیر خوند راکوی هغه دا چې کله زه په ژوندې بڼه غونډې یا هم د ورځې د وخت څخه دمخه خپل کار خلاص کړم، نو زما مور او پلار بیا په یوه ښکلی انداز کې راته داسی وایې ؛ نن له دفتره ډیره وختی راغلې زما خیال چې د ټرافیکو ګڼه ګوڼه به نه وه؛ او کله چې زه وروسته پاڅم نو بیا وایې چې ؛ نن د دفتر درباندی ناوخته شوه؛. ما یوه لاره وموندله چې ښه کار کوی، هغه د شپی لخوا په چوپتیا کې کارکول دی او بل دا چې د شپی لخوا بریښنا هم لرو او دا ماته د لا ډیر کار او وخت اسانتیا چمتو کوی تر څو د کور په کارونو کې هم برخه واخلم. 

مګر، قرنطین په ټولنه کې د ټولو لپاره یو شان ندی، او هر څوک نه شی کولای چې د خپل ځان دساتنې لپاره د عامې روغتیا وزارت او د نړیوال روغیتایې سازمان سپارښتنی هغه شان په ځان پلی کړی، څرنګه چې  سپارښتنې یې شوی دی. بعضی کیداشی په مارکیټ کې د کار د نشتون له امله یا د ورځنی مزدوری څخه رنځیږی او بعضی نور کیداشی چې د طالبانو او دولت تر منځ داختلافاتو له امله نشی کولای چې په ځان یې پلی کړی. همدارنګه د سرحدونو د تړلو له امله د غذایی موادو کمښت د هیواد په مارکیټونو کی د روانې ننګونې باعث شوی. د نړیوال خوراکی پروګرام د مارکیټ د سروې پر اساس اوس مهال، د خوراکی توکو د تولید بیه له ۱۴ مارچ تر ۴ د می میاشتی پوری ۱۵٪ پورته شوی. د دې ټولو تر څنګ، حکومت، مدنی ټولنې او په انفرادی توګه د خیریه بنسټونو او کړنو له لیاری مرستې وشوی چې له یوه آنده د غریبو او اړینو وګړو سره د خوراکی  مرسته کول ښه شوه له بل پلوه، په لویه کچه راټولیدل په یو محدود ځای کې هم کولای شی چې د کرونا ویروس یا (کویډ ۱۹)، د خپریدو د ننګونې یو بی ساری ګواښ واوسیږی. 

بله ننګونکی موضوع چې نه باید نالیدلی وګڼل شی هغه د ویروس په اړه عامه پوهاوی دی. دا چې په ډیری ولایتونو کې آمن نشته او د طالبانو بریدونو هم زور اخیستی نو دا هم د دی لامل شوی چې د عامه پوهاوی په کړنو کې ستونزی راولاړی کړی. له بل پلوه په لیری پرتو سیمو کې بریښنا ته کم لاسرسی، تلویزیون او حتا راډیو ته هم کم لاسرسی په لویه کچه د دولت او نورو بنسیټونو د عامه پوهاوی کړنې محدودی کړی دی او اندیښنه یې ورزیاته کړی ده. بدبختانه چې زمونږ بعضی ځوانان د ویروس څخه د ښه پوهیدو په صورت کې هم قرنطین ته د یوه فرصت په سترګه ګوری او خپلو دوستانو کره تګ راتګ کوی او میلی کوی. باید ووایم چې د ښوونځیواو پوهنتونونو تړل په دی قرنطین کې او انټرنیټ ته د نه لاسرسی په صورت کې، کمپیوټرونه او بریښنا پایله ورکړی چې تر څو ډیری زده کوونکی په کور پاتی شی خو دوې د تقسیم الاوقات اړوند خپلو درسونو ته ادامه نه ورکوی. 

د دې پورته ټولو موضوعاتو په شتون کې، زمونږ بااعتماده څیړنیز فعالیتونو، د AREU  کارڅیړونکو خپلو کارونو ته ادامه ورکړه له شریکانو سره یې اړیکې نیولی مرکې یې کړی او وګړو سره یې ټلیفونې او ډیجیټلی اړیکې ونیولی لکه ویډیویی ټلیفون او  د غونډو لپاره راټولیدنه.

مونږ د دغې شته خپلې شبکې له طریقه وکولای شول چې د څیړنې د موخو لپاره وګړو ته ورسیږو. زمونږ څارنې او غونډې له بسپنه ورکونکو سره د ډیجیټلی اړیکې له طریقه کیدلی لکه: Skype، Blue Jeans او Zoom. 

همدارنګه دلته یوه بله ننګونه یا ستونزه چې هغه د ساعتونو فرق دی او په همدی ډول د اړیکو نیولو موضوعات او د بریښنا تګ راتګ (البته دا په افغانستان کې د همکارانو لپاره). د دی ټولو ستونزو په شتون کې، زما همکارانو د ورته سپارل شویو دندو په سر ته رسولو کې انعطاف پذیری، نرمښت او ټول هغه د کار مسلکی اړخونه یې په آند کې نیولی دی. اګر که د امنیتی او روغتیایې ننګونو سره د مخ کیدو ډیروالی لا پسی وځنډول شو، مونږ اوس هم ژمن یو چې خپل کار ته د تقسیم الاوقات او پلان اړوند ادامه ورکړو او د پرمختیا زده کړی کلتور ته پراختیا ورکړو. 

د موازی ډیجیټل معلوماتو ټولګه کې، زموږ څیړونکی ډیری پاملرنه د څیړنې په دی لاندی برخو کې کوی چې دا مستقیمآ د ځواب ویونکو سره یا هم له شریکباڼو سره اړیکه نلری: ادبی بیا کتنه، د توکو ښه والی، د خپلو آندونو شریکول د ټلیفون، چټ او اوټلاین له لیاری او عمده او اساسی نقطې د یو فایل په شکل د سیستم له لیاری سره شریکوو. او دا به موږ ته بشپړه واک راکړی تر څو د فزیکی کار یا کړنو لپاره کله چې حالت بیرته ښه والی ومومی بشپړ چمتوالی ولرو، او خپل فعالیتونه بیا د همغه ځایه پیل کړو. 

په ټوله کې قرنطین او له لیری پرتو سیمو څخه کار کول موږ ته دا فرصت راکړ چې بیا د خپلو کورنیو سره او دوستانو سره په اړیکه کې شو او د آرامتیا ساه یا نفس وباسو. همدارنګه دغې ننګونې سره وګړی وپوهیدل چې ټولنیزه رسنۍ او نوې ټیکنالوژی څومره کټې لری او په سختو شرایطو کې له دی څخه ګټه اخیستنه یوه غوره لاره ده. 

په پایله کې، ځای لری چې د AREU، د عملیاتی ټیم څخه مننه وشی چې د لیری پرتو سیمو څخه کارکونکو ته د اړتیا وړ توکی چمتو  کول او د امنیت او روغتیا د ننګونو په اړه یې کره معلومات وړاندی کول. همدارنګه، حتی له دی ټولو ګامونو سره سره چې موږ پورته کړی، دا جوتیږی چې دا ډیره اسانه هم نده چې داسی دنده دی تر سره شی. زه هیله منده یم چې دغه زیار او کوښښونه به بی ارزښته نشی او نه یواځی چې دا به د کویډ ۱۹ ناروغې ګواښ راکمیدو کې د ملت په ساتلو کې مرسته وکړی بلکه د څیړنیزو کړنو په سرته رسولو کې به د فاصلې او تم کیدو مخه هم ونیسی. 

شهلا “ متین” 

د څیړنې مدیره



x