ژمنتیاوې

د مدیره پلاوی د مشر پیغام

“د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د فرصتونو او ایډیاوو د تولید په توګه له ننګونو سره د مخ کېدو او د شواهدو پر بنسټ څېړنو په ترسره کېدو سره له هغوی سره د مقابلې مخینه لری. د افغانستان د پرمختیا لپاره د دغې ادارې اوږدمهاله ژمنتیا د علمی خپرونو، له ګډونوالو سره کارنده ښکېلتیا او عملی وړاندیزونو او سپارښتونو په بڼه، چې په افغانستان کې د کار په تړاو عینی واقعیتونه په پام کې نیسی، راڅرګندېږی. له امنیتی ننګونو ډک چاپېریال سره سره، پر څېړنې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې تمرکز، د یادې ادارې سازمانی او د هغو ټولو کسانو شخصیت منعکس کوی، چې په دغه اداره کې کار کوی.

دغه کال، د افغانستان لپاره د پام وړ کال دی؛ ځکه له یو شمېر سیاسی، امنیتی او ستراتیژیکو ننګونو سره مل دی. د دغو بدلونونو ناڅرګندتیا د دې لامل کېږی، چې د څېړنې او ارزونې اداره، خپلو څېړنیزو هلوځلو ته دوام ورکړی، ترڅو د پالیسۍ په برخه کې هغه یو شمېر ستونزې، چې هېواد تر خپلې اغېزې لاندې راولی، روښانه شی. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې ټول افغان څېړونکی دې ته چمتو او ژمن دی، چې دغو ستونزو ته حل لارې ومومی او له پالیسی جوړوونکو سره کار وکړی، ترڅو خپلې ایډیاوې وازمویی او پرمختګ ورته ورکړی. د ښځو او نارینه و ترمنځ د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د برابروالی د پام وړ پالیسی، د دې لامل ګرځی، چې دغه اټکل لا پیاوړی شی، چې دغه اداره کولی شی، داسې الهام بخښونکې ایډیاوې رابرسېره کړی، چې کولی شی د څېړنې له لارې د افغانستان لپاره مثبې اغېزې ولری.

زه ډاډه یم، چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره به د منلو وړ خپلو څېړنو ته دوام ورکړی. دغه چاره به د هغو ایډیاو او لیدلورو د بدلون لپاره یوه اړتیا او غوښتنه رامنځته کړی، چې د افغانستان پر پالیسیو او کړنلارو به مثبتې اغېزې ولری.”

مدیره پلاوی

دغه پلاوی، د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د درې کلن ستراتیژیک پلان سره سم، د یادې ادارې څېړنیزې لاسته راوړنې او د اړیکو په برخه کې هلی ځلی څېړی، د ستراتیژیکې پرمختیا لپاره اړینې لارښوونې وړاندې کوی او ایډیاوې شریکوی او د یادې ادارې د پالیسۍ په جوړولو، تاییدولو او بدلولو کې مهمه ونډه لوبوی.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې مدیره پلاوی د اروپایی ماموریتونو له مشرتابه، د ملګرو ملتونو لوړ پوړو دیپلوماتانو، د مدنی ټولنې سازمانونو مشرانو او د پالیسۍ په برخه کې د لوړې کچې تجربه لرونکو کارپوهانو او متخصصینو څخه، چې په افغانستان کې زیاته کاری مخینه ولری، جوړ شوی دی. دغه پلاوی په هر څلور میاشتو کې یوه غونډه کوی، چې په افغانستان کې د سویډن د سفیر ښاغلی تایباس تایبرګ له خوا لارښونه کېږی.

تایباس تایبرګ

په افغانستان کې د سویډن سفیر”

توبای لانزر

د ملګرو ملتونو د سرمنشی د ځانګړی استازی مرستیال، یوناما

پیری مایاډان

په افغانستان کې د اروپایی ټولنې سفیر

پیټر پروګل

په افغانستان کې د جرمنی سفیر

انجنیر جواد جاوید

د (HAFO)رییس

جولیان لیسلی

خپلواک کارپوه

ډاکټر نیلاب مبارز

د افغانستان د سرې میاشتې سکرتر جنرال

هلینا ملکیار

د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې ګده کمېټه کې کمېشنر

شیرازالدین صدیقی

خپلواک کارپوه

زموږ مرسته کوونکی

زموږ مرسته کوونکی

زمونږ ګډونوال

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، له ښوونیزو بنسټونو او نړیوالو کنسرسیومونو او څېړنیزو سازمانونو سره خپله اړیکه او همکاری ارزښتناکه ګڼی. دغه همکاری او ګډون مونږ ته اجازه راکوی، هغه پراخ تخصص نور هم پیاوړی کړو، چې زمونږ ګډونوال یې وړاندې کوی، مونږ د دې جوګه یو، چې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو څېړنه ترسره او ارزښتناکې سرچینې له نورو سره شریکې کړو. زمونږ ګډونوال، تر ډېره د څېړنې په تړاو یو نړیوال لید وړاندې کوی؛ په داسې حال کې چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، په افغانستان کې د دولسیزې څېړنې له ترسره کېدو څخه ترلاسه شوې دوه اړخیزی پوهې او تخصص چمتو کوی.

د ملګرو ملتونو د دوامدار پراختیا حل لارې شبکه (SDSN)

د ملګرو ملتونو د دوامدار پراختیا حل لارې شبکه (SDSN) ، په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د عمومی سکرتریت ملاتړ لاندی جوړه شوه. یاده شبکه نړیواله ساینسی او تخنیکی تجربې سره بسیجوی تر څو دوامداره پراختیا ته د عملی حل لارو له طریقه وده ورکړی او د دوامداره پراخیتیایې موخو (SDGs)، او د پاریس اقلیم تړون په پلی کیدو کې مرسته وکړی. (SDSN)، شبکه د ملګرو ملتونو ایجنسیو،څو اړخیزه مالی بنسټونو، خصوصی سکټورونو او مدنی ټولنې سره له نژدی کار کوی.

کولمبیا نړیوالې انلاین چارې

د کولمبیا نړیوالې انلاین چارې د کولمبیا په پوهنتون کې د نړۍ په سطحه د څیړنې نړیوالو چارو، کاری څیړنو، بریښنایې کتابونو، پالیسی لنډ‌یزونو او د زرګونو مقالو د رانغاړلو لپاره انلاین ډ‌یټابیس چوکاټ لری. یاد بنسټ له ۲۵۰ څخه ډ‌یرو بنسټونو سره کار کوی، او په هفته کی له ۶۰۰۰ څخه ډیر لیدونکی لری او په میاشت کې سلګونه څیړونکو ته مقالی چمتو کوی . مونږ له مختلفو څیړنیزو مرکزونو سره کار کوو، لکه، think tanks او journals ، لکه د تفت پوهنتون Feinstein International Center ، Middle East Institute، او Economist Intelligence Unit، او دا یوازی یو څو نومونه ول چې ذکر شول. له ۴۵۰ څخه ډیرو همکارو پوهنتونونو سره کار کوو، مونږ اوس په سیاسی نړۍ کې د کار ویشلو لپاره په یو غټ او غښتلی چوکاټ بدل شوی یو.

د افراطی تاوتریخوالی لپاره د څېړنیزې حل لارې شبکه (RESOLVE)

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د امریکا متحده ایالاتو د سولې په انستیتوت کې د دغه شبکې (RESOLVE) د مشرتابه کمېټې غړې ده. دغه بنسټ، د هغو څېړونکو او څېړنیزو بنسټونو یو نړیوال کنسرسیوم دی، چې د پالیسۍ او تګلارې د اغېزناکې پرمختیا لپاره، له تاوتریخوالی ډکې بنسټپالنې په تړاو سیمه ایز معلوماتی څېړنې سره نښلوی، راغونډوی او څیړی.

د نړیوالو ننګونو د څېړنې صندوق (GCRF)

دغه اداره، د ۲۰۱۵ ز. په وروسیتو کې د بریتانیا دولت له خوا رامنځته شوه. یاد سازمان، له هغو څېړنو څخه ملاتړ کوی، چې هغو ننګونو ته غواړی ورسیږی، چې مخ پر وده هېوادونه ورسره مخ دی. د نړیوالو ننګونو د څېړنې صندوق د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې او د تلپاتې پرمختیا او څېړنې له سازمان سره، د یوې څېړنیزې پروژې په برخه کې، چې: «نشه یی توکی او بې نظمی: د سولې اقتصاد د جګړې پر اقتصاد بدلون» نومېږی، همکاری کوی. دغه څېړنه، څو هېوادیزه څېړنه ده، چې په افغانستان، کولمبیا او برما کې ترسره شوې ده.

د شخړې او ناورین میکانیزم لپاره د اروپایی ټولنې د ټولیزې کړنلارې د شخړې د حساسیت یوه سپړنه (EUNPACK)

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، د (EUNPACK) غړې ده. دغه سازمان، د اروپایی ټولنې په تړاو تخصص لرونکو څېړونکو او په بېلابېلو سکتورونو او سیمو کې د سولې او جګړې څېړنو په تړاو د کارپوهانو یو کنسرسیوم دی.

د خوندی معیشتونو د څېړنې کنسرسیوم (SLRC)

د خوندی معیشتونو د څېړنې کنسرسیوم، یو اته کلن (د ۲۰۱۱ ز. له جنوری میاشت د ۲۰۱۹ ز. کال تر مارچ میاشت پورې) نړیوال څېړنیز بنسټ و، چې د بریتانیا له هېواده بهر پرمختیا انستیتوت (ODI) له خوا رامنځته شوی و، ترڅو له جګړو اغېزمنو سیمو کې د معیشتونو، بنسټیزو خدمتونو او ټولنیز خوندیتوب په اړه څېړنه وکړی. د افغانستان د څېړنې او ارزونې له ادارې سره په اړیکه په افغانستان کې د دغه سازمان څېړنې د معیشتونو د خدمتونو چمتو کولو او ټولنیز خوندیتوب په تړاو د شواهدو پر راټولولو تمرکز لری، ترڅو په دغه هېواد کې د نړیوالې ښکېلتیا د غوره بېلګو په تړاو د معلومات رسونې له چارې سره مرسته وکړی.

کاتب پوهنتون

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د ۲۰۱۹ ز. کال په مارچ کې له کاتب پوهنتون سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ، ترڅو په ګډه تلپاتې پرمختیایی موخو ته وده ورکړی او په افغانستان پورې اړوندو او ځانګړو تلپاتې پرمختیایی موخو په تړاو له خپل منځی اړیکی څېړنو څخه ملاتړ وکړی. دغه تفاهم لیک همدا راز، د افغانستان په ګټه، پر ظرفیت جوړونې او لوړتیا، د سرچینو شریکولو، ګډو کنفرانسونو سمبالولو او د غوره نړیوالو معیارونو پر بنسټ د څېړنیزو سیستمونو پر پرمختیا ټینګار لری.

x