
24 Jun د نارینه وو او نارینتوب پیژندنه: په افغانی ټولنه کې د جنسیتی مساوات رامنځ ته کولو پر لور
Posted at 13:29h
in
د افغانستان دڅیړنې او ارزونې اداری په هغه مجازی غونډه کی چی د غبرګولی په ۲ نیټه جوړه شوی وه خپل یو نوی راپور د نارینه وو او نارینتوب پیژندنه: په افغانی ټولنه کې دجنسیتی مساوات رامنځ ته کولو پر لور تر عنوان لاندی خپور کړ. دا راپور د منزه ابتکار لخوا د هغو پنځه کسانو د ژوند د قصو پر بنسټ لیکل شوی چی مختلفی اقتصادی – تولنیزی، قومی اوژبنی اړیکی درلودی او د افغانستان د مختلفو سیمو څخه وو. دا پنځه موردی مطالعه د هغو ۱۸ مصاحبو له منځنه غوره شوی وه چی د افغانستان دڅیړنې او ارزونې اداری دیوی سروی یوه برخه وه چی په۲۰۱۷ کی تر سره شوی وه.