
16 Apr کوچنیان ولی یوازې سفر کوی؟
فیس بوک، تویتر ګوګل+ګوګل جی میل شییر
د چارشنبې په ورځ، د ۲۰۱۵ کال د فبروری په دریمه، د افغانستان د څیړنې او ارزونی ادارې د UNHCR په ګډون په رسمی توګه د «کوچنیان ولی یوازې سفر کوی؟ اروپا او نورو صنعتی هیوادونو ته د تګ په اړه په افغانستان کې د کوچنیانو، د هغوی کورنیو او لیږونکو ټولنو انګیزې» تر عنوان لاندې لیکنه وړاندې کړه. لیکنه د یو شمیر ګډون کوونکو، د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو وزارت (MoRR)، د محلی غیر حکومتی ادارو د استازو له خوا چې د ماشوم د حقونو او کډوالو کوچنیانو په اړه کار کوی، او همدا ډول نړیوالو ادارو له خوا واوریدل شوه. پیښه د ډاکتر چونا اچاویز، د AREUد څیړنې د مرستیال له خوا د لیکنې له وړاندې کولو سره پیل شوه او د AREU، UNHCR اوMoRR د استازو له خوا د ډله ییزو بحثونو په لړ کې ئې دوام وموند. د پوښتنو او ځوابونو په جریان کې، یو شمیر موضوعګانې له حاضرینو سره تر بحث لاندې ونیول شوی چې په هغو کې د لیکنی ځانګړتیاوی او همدا ډول د راتلونکو پالیسیو په اړه وړاندیزونه شامل وو.