د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې، له ۱۳۸۱ کال راهیسې په افغانستان کې د نوښتونو ډکې او پروخت څېړنې د ترسره کېدو په برخه کې مخکښ رول لری. د دغه څېړنیز بنسټ خپرونې، چې څیړنیزی څېړنپاڼو، لنډیز پاڼو او پالیسی یادښتونو په کی شاملېږی، له ټولنیز، اقتصادی او سیاسی لید څخه د افغانستان د پرمختیا په تړاو مهمو ننګونو ته کتنه او پاملرنه کړې ده. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د څېړنو موندنې، په افغانستان کې د پالیسۍ پر پلان جوړونه او پلیتابه اغېز لرلی دی. د دغې ادارې څېړونکو د هېواد لر او بر لېرې پرتو ولایتونو ته سفرونه کړی، ترڅو د سیمه¬ایزو ټولنو لیدلوری راټول کړی، چې له شک پرته د څېړنو له پایلو سره، چې په افغانستان کې د بحثونو او مباحثې په رامنځته کېدو کې ونډه لری، مرسته کړې ده.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې خپرونې، نه یوازې د پالیسیو په برخه کې معلومات وړاندې کوی، بلکې برسیره پر دې داسې څېړنه هم ده، چې د زده¬کوونکو، اکاډمیکو کسانو او نورو خپلواکو څېړونکو له خوا ترسره شوې دی. دغه اداره، د نړیوالو پام ځان ته رااړولی او پر داسې سازمان بدل شوی، چې جایزې یې ترلاسه کړې او په زیاتو برخو کې د مخکښ څېړنیز بنسټ په توګه پېژندل شوی دی. د دغو ویاړونو له جملې څخه یو دا دی، چې یاده اداره د پنسلوانیا پوهنتون د لارډ انستیتوت د ډلبندی له مخې، په پرله پسې توګه د درېو کلونو لپاره (۱۳۹۶، ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸) په افغانستان کې د تر ټولو لوړ او غوره څېړنیز بنسټ په توګه پېژندل شوی دی.
له خپلواکو څېړونکو، پوهانو، علمی بنسټونو، څېړنیزو مرکزونو او کنسرسیومونو سره د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې همکاری، د لوړ کیفیت څېړنې د ترسره کېدو په برخه کې د یادې ادارې د بریالیتوبونو لومړنی لامل ګڼل کېږی. که تاسې په کومه څېړنیزه پروژه کې له مونږ سره د همکارۍ لېوالتیا یا داسې څېړنیز پروپوزل لرئ، چې زمونږ د څېړنو په موضوعی برخو کې قرار لری، نو مونږ دې ته ډېره لېوالتیا لرو، چې په دې برخه کې له تاسې څخه واورو.
مونږ د هغو څېړنو او هغو شواهدو څخه د ګټې اخیستنې په تړاو، ډېر لېواله یو، چې د افغانستان د ښه والی او پرمختیا لپاره یې پر پالیسیو د اغېزو لپاره چمتو کوو. د افغانستان د څېړنې او ارزونې په اداره کې تاسې خپل ځانونه به د هغو مسلکی څېړونکو ترمنځ ومومئ، چې کولی شئ د یو لړ موضوعی څېړنې د څانګو، د هغوی د کاری سیمی د تجربو او دا چې څرنګه له کورنیو او نړیوالو فعالانو سره چلند او تعامل وکړئ، ترې زده کړه وکړئ. همدارنګه تاسې به د دې وخت ولرئ، چې زمونږ له څېړنو سره مرسته وکړئ او په دې برخه کې اغېزمن شی.
مونږ د هغو کسانو په لټه کې یو، چې له ذهنی پلوه ځیرک، انګیزه لرونکی او په یو کاری او ټیمی چاپېریال کې له نورو سره د همکارۍ او کار کولو لېوالتیا ولری. دا سمه ده، که چېرې په ټاکلې برخه کې د څېړنې په اړه نه پوهېږئ، خو دې ته لېوالتیا ولرئ، چې زده کړه وکړئ، پوښتنه وکړئ، او وغواړئ، له خپلو ټیموالو سره مرسته وکړئ ترڅو هغوی خپل هدف ته ورسېږی، مونږ د همکارۍ دود او فرهنګ لرو، په دې توګه که تاسې د لیدلورو له بدلون او زده کړې څخه خوند اخلئ، نو د دې لپاره به وړ وئ چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې په اداره کې واوسئ.
“د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، هغو اکاډمیکو کسانو، د تکمیلی زده¬کړو (د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو) زده¬کوونکو او خپلواکو څېړونکو ته، چې د افغانستان په اړه د څېړنو لېوالتیا لری او څېړنیز موضوعات یې زمونږ له یوه یا تر هغو زیاتو موضوعاتو سره اړیکه ولری، بلنه ورکوی ترڅو د څېړنیزو فرصتونو د پروګرام غوښتنه وکړی. دغه پروګرام، غوښتونکو ته په لاندې برخو کې آسانتیاوې برابروی:
• د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې سرچینو ته لاس رسی
• د سیمه ایزه څېړنو په برخه کې مرسته او د غونډې په برخه کې د اسانتیاوې برابرول
• زمونږ له څېړونکو څخه د مسلکی نظریاتو په ترلاسه کولو سره، د همکارۍ زمینه برابرول
• د دې لپاره بالقوه فرصت، چې خپلې څېړنیزې چارې د افغانستان د څېړنې او ارزونې په اداره کې په چاپی او پرلیکه بڼه خپرې کړی.
د څېړنیزو فرصتونو پروګرام لږترلږه د درېو میاشتو لپاره د افغانستان د څېړنې او ارزونې په اداره کې د غوښتونکو لپاره دفتری چاپېریال چمتو کوی. هغه څېړونکی چې په دغه پروګرام کې شاملېږی کولی شی، د ورځې په رسمی وختونو کې له دفتری اسانتیاو لکه کتابتون او انټرنټی امکاناتو څخه ګټه واخلی. د دغو اسانتیاو او فرصتونو په بدل کې، له دوی څخه تمه کېږی، چې د خپلو څېړنیزو چارو په لړ کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې له ادارې څخه ملاتړ او د خپلو مسلکی وړتیاو پر بنسټ، د دغې ادارې له خپرونو، بلاګونو او نورو سره مرسته وکړی.
د 1400 کال لپاره له دغه پروګرام څخه د ګټه اخیستو لپاره غوښتنلیک د غویی د میاشتی ۱۵ او او د سنبلی د میاشتی ۲۴ مه وړاندې کېږی. هغه کارپوهان او څېړونکی، چې په دې برخه کې لېوالتیا لری کولی شی د اړتیا وړ لاندې سندونه په (subject line) کې د « Visiting Scholars Program» په مشخصولو سره applications@areu.org.af برېښنالیک ته ولېږی.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره هغه زده¬کوونکی هڅوی او د هغوی هرکلی کوی، چې غواړی خپلو څېړنیزو مهارتونو ته وده ورکړی او زمونږ د څېړنو په موضوعی برخو کې اکاډمیکه مخینه ولری، ترڅو په دغه اداره کې د انټرشیپ لپاره غوښتنه وکړی. د افغانستان د څېړنې او ارزونې په اداره کې، انټرنینګ یا د کار زده¬کړه، یوازې زده-کوونکی د عملی کار پر تجربو او مهارتونو نه سمبالوی، بلکې دوی په یو معتبر پېژندل شوی نړیوال څېړنیز بنسټ کې د کار له واقعیتونو سره هم اشنا کوی.