د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې څېړنه څرګندوی چې د هلمند ولایت د خوړو زون پروژې په یاد ولایت کې حکومتوالۍ، د ثبات ټینګښت او د مخدره توکو کنټرول کمزوری کړی دی

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې څېړنه څرګندوی چې د هلمند ولایت د خوړو زون پروژې په یاد ولایت کې حکومتوالۍ، د ثبات ټینګښت او د مخدره توکو کنټرول کمزوری کړی دی

کابل، د ۱۳۹۸ کال د لیندی ۱۰ :  د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې نن (د هلمند د خوړو زون پروژه: د بریالیتوب غولونکی خیال) په نوم یو څېړنیز سند خپور کړ. دغه سند، د هلمند ولایت د خوړو زون پروژې د رامنځته کیدو د څرنګوالی، سرچینو او بنسټ اېښودونکو په اړه او همداراز د یادې پروژې په پلی کیدو کې د بېلابېلو ښکېلو خواوو او اجرایی ننګونو په هکله مستند معلومات وړاندې کوی. 

 

په لومړیو کې د مخدره توکو د کنټرول د پروژې په توګه، د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ میلادی کلونو تر منځ، د هلمند خوړو زون پروژه په نوموړی ولایت کې د ثبات د ټینګښت او حکومتوالۍ د پیاوړتیا لپاره د اعتبار وړ پروژه ګڼل کیده. دغه پروژه د شواهدو پر بنسټ نه بلکې د سیاسی غوښتونو پرمټ پرمخ روانه وه. که څه هم شواهد برعکس ول، خو بیا یې هم د یوې مهمې پروژې په توګه شهرت وموند او د یوې بریالۍ پروژې په توګه وستایل شوه.

 

د افغاتستان د څیړنې او ارزونې ادارې مشره اورځلا نعمت وایی: په داسې حال کې  چې راتلونکى کال د نوی حکومت د جوړیدو او د سولې د یوې ممکنه معاملې په درشل کې یو، یاده څیړنه پر وخت څیړنه ده.  په یادو دواړو حالتونو کې، د مخدره توکو ستونزه یوه مهمه ننګونه ده چې د افغانستان راتلونکى مشرتابه باید ورسره د تیرو زده شویو تجربو په رڼا کې مبارزه وکړی.

د څېړنې د راپور له مخې، د هلمند د خوړو زون  پروژې د کوکنارو د کرکېلې د راکمولو لنډ مهالې بریا په نسبت، : (i) د داسې شرایطو په برابرولو کې چې د پخوا په پرتله په ګڼ شمېر کروندو کې د کوکنارو کښت ترسره شوی؛ (ii) د فساد د ډولونو په بنسټیزه کولو کې چې کلیوال یې له حکومتی چارواکو پردی کړی او (iii) د کرنیزو حاصلاتو د لوړتیا د داسې یو بهیر په رامنځته کولو کې خورا د پام وړ رول لوبولای چې ښایی په راتلونکې لسیزه کې  لږ تر لږه د نیم میلیون وګړو د بې ځای کیدو لامل وګرځی.  

هغه مهال چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې کرنیز حاصلات راټول شول او د افغانستان دفاعی او امنیتی ملی ځواکونو د هلمند پر ډیره برخه خپل کنټرول له لاسه ورکړ، بزګرو یو ځل بیا په لوړ شمېر د کوکنارو کر ته مخه کړه. په دغه څېړنیز سند کې داسې استدلال کیږی: د کوکنارو کښت دومره لوړ و چې په ۲۰۱۷ میلادی کال کې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) د اټکل له مخې، په ټول هلمند کې پر ۱۴۴۴ زره هکټاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوی ول، حال دا چې د امریکې متحده ایالاتو د حکومت اټکل له مخې ، په ۲۰۰۹ میلادی کال کې د هلمند د خوړو زون پروژې د سیمې په چارپېر کې د نوموړې پروژې د پیل په پرتله، په خورا لوړه کچه کوکنار کرل شوی و. 

د څېړنې له معلوماتو سره سم، له مالی سرچینو څخه نیولې بیا تر ټرانسپورتی او لوژستیکی چارو پورې، د تمویلوونکو پر ملاتړ د هلمند والی تکیه او پر کلیوالی ژوندانه او معیشت باندې د کوکنارو د ممنوعیت د هڅو اغیز ته د ده نه پاملرنه، د بزګرو ترمنځ داسې یو ذهنیت رامنځته کړی و چې ګواکې د هلمند والی د کلیوالو په ګټه نه بلکې د خپلو بهرنیو ملاتړکوونکو په خوښه عمل کوی. په دې ډول، د هلمند د خوړو زون پروژه د ولایتی چارواکو پر وړاندې د کلیوالو د پراخیدونکی کینې او عناد په رامنځته کولو کې مرسته وکړه او د دولت جوړونې هغه موخې یې تر پوښتنې لاندې راوستې کومې چې د تمویلوونکو لخوا د یاد اقدام د ملاتړ د دلیل په توګه وړاندې شوې وې. 

په حقیقت کې، د حکومتوالۍ له اړخه، یاده څېړنه داسې پایله ترلاسه کوی چې د هلمند خوړو زون پروژې د ځواک او ملاتړ د شته سیستمونو له لارې کار کړی او نوموړی سیستمونه یې پیاوړی کړی، نو په دې ډول یې والی، نورو حکومتی چارواکو او کلیوالی مشرانو ته د دې ځواک ورکړی چې له بزګرو څخه د پرمختیایی مرستې او یا هم د کوکنارو د کښت د نه له منځه وړلو په بدل کې ګټه واخلی. 

د ځانګړې اندیښنې په توګه، د هلمند د خوړو زون پروژې د غنمو او کیمیاوی سرې د ویش په برخه کې د فساد پر پرله پسې راپورونو سترګې پټې کړی او له ټولو اړوندو ستونزو سره، د ولسوالۍ د چارواکو او قومی مشرانو لخوا د نا تایید شویو نوملړونو له ترتیب څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی دی.  د دې چارې په ترسره کولو سره، دغې پروژې د فساد ډولونو په بنسټیزه کولو کې مرسته کړې او د حکومت او استازو پر وړاندې یې د ګڼ شمېر کلیوالی کورنیو غوسه او ناهیلې لا زیاته کړې ده. 

د هلمند خوړو زون پروژې د شتمنو د ملاتړ میکانیزمونو د فعالیت له لارې، هغه یوازنې موخه یې چې د تحقق لپاره ټاکل شوې وه تر پوښتنې لاندې راوستې ده- هغه نظریه چې ګواکې والی او حکومت کولای شی خلکو ته خدمتونه  وړاندې کړی.

دغه څېړنه، ژور ساحوی کار، د هلمند خوړو زون د پروژې د پلی کیدو پر مهال، وروسته او مخکې د لوړ کیفیت لرونکو سټلایټ انځورونه،  او په تمویلوونکې ټولنه کې د ځینو مهمو ملاتړکوونکو مرکې لا پراخوی. د یوولسو کلونو په ترڅ کې د هلمند ولایت په ۲۷ څیړنیزو سیمو او  د بغرا کانال په دواړو شمالی او جنوبی برخو کې، ټول ټال د بزګرو له ۴۱۲۲ کورنیو سره مرکې ترسره شوې دی.

 د دې ساحوی کار وروستۍ برخه د ۲۰۱۸ میلادی کال په پسرلی کې ترسره شوې چې په پخوانیو بیدیایی سیمو کې له ښځینه اوسیدونکو سره د ۵۲ نورو مرستندویه مرکو ترڅنګ، په ورته څیړنیزو سیمو کې یې ۳۱۰ مرکې ترسره کړی دی. 

د بشپړ راپور د لیدو لپاره ، لاندې لینک کېکاږئ: 

 https://areu.org.af/?post_type=publication&p=20264

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهربانی وکړئ، له مونږ سره اړیکه ونیسئ:

د ګرځنده ټیلفون شمېره: 0799608548 

برښنالیک: publications@areu.org.af



x