
11 Dec د افغانستان په ټاکنو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی
Posted at 11:11h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | نواه کوبورن, محمد حسن وفایی |
---|---|
د مقالی ډول | توضیحی پاڼه |
موضوع | جنسیت |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | دسمبر 11, 2019 |
ټولټال مخونه | ١٢ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
په سیاسی بهیر کې د ښځو د ګډون په وړاندې د تاوتریخوالی ګواښ، په ټولو شکلونو او بڼو کې یو له مهمو ننګونو څخه دی. په عامه سیاست کې د ښځو د ګډون او د دوی د حقونو د پرمختګ په وړاندې په تاریخی لحاظ له تاوتریخوالی ډک غبرګونونه ښودل شوی دی .
دې دوامداره تاوتریخوالی ته په غبرګون کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې او په ملګرو ملتونو کې د ښځو ادارې په ګډه سره یوه څېړنه ترسره کړې چې په ټاکنو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی بېلا بېل نمونې ښیی او څرګندوی چې دغه تاوتریخوالی په مساوی ډول په سیاسی بهیر کې د ښځو قوت څنګه اغېزمنه کوی. د څېړنې مقصد دا دی چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په ښه ډول درک شی، څو په راتلونکې کې د دې ډول تاوتریخوالی په وړاندې مشخصې سپارښتنې وکړای شو او وکولای شو هغه تر یوه حده پورې کابو کړو. |