
17 Jul د پور په وخت کې د افغانستان په هرات ولایت کې د معیشت د خوندیتوب په برخه کې د غیر رسمی پور محدودیتونه
Posted at 15:56h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | تام شاه, احسان الله غفوری |
---|---|
د مقالی ډول | موضوعې څېړنه |
موضوع | ټولنیز خوندیتوب |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | جولای 17, 2019 |
ټولټال مخونه | ۴۶ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
د افغانستان په ټولنه کې د ځای پرځای شوی اقتصاد دننه، نارسمی پور یو داسې بنسټیز میکانیزم دی، چی په مرسته یې بازارونه فعالیت کوی او له امله یې توزیعی اقتصاد د کلیوالو کورنیو لپاره ځمکې، کار او عاید ته د لاسرسی زمینه برابروی. دغې څېړنپاڼې د هرات ولایت په دوو کلیو کې له پور سره د هغو لاروچارو په اړه یوه ژوره څېړنه ترسره کړې، چی د اندازې او اقتصاد له اړخه له یو بل سره توپیر لری، او دا موضوع څېړی، چی مالی اعتبار په اقتصادی جوړښت کې څه ډول عمل کوی. په ځانګړې توګه څېړنه هغو لارو چارو ته، چې د پور په برخه کې کارول کېږی، پاملرنه کوی او په دې اړه بحث کوی، چې د معیشت له بدلون سره د پور تعامل څه ډول دی، د پور میکانیزمونو څرنګه جنسیتی بڼه غوره کوی او په پایله کې دا چی ټولنیزې اړیکې تر کومه بریده د نارسمی پور په مټ پیاوړی شوې دی؟ |