
30 Sep “په افغانستان کې د کوچیانو د میشتیدنې بهیرونه او پر شخړې د هغوی اغیزې
Posted at 15:47h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | داکتر انتونیو جیستوزی |
---|---|
د مقالی ډول | توضیحی پاڼه |
موضوع | د طبیعی زیرمو مدیریت |
ژبه | پشتو |
د خپرېدو نېټه | سپتمبر 30, 2019 |
ټولټال مخونه | ١٧ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
پالیسۍ جوړونکی د کوچیانو میشتیدنې ته ډیری وخت داسی ګوری چې هغوی په بشپړ ډول په افغانې ټولنه کې ورښکیل کړی، خدمات ورته وړاندی کړی د کوچی او میشتو خلکو تر منځ شخړه له منځّه یوسی. په حقیقت کې ډیری کوچیان لا دمخه میشته شوی دی بعضی وخت د دولت د ملاتړی سیستم په پایله کې، مګر بعضی وخت د خپل سری پریکړۍ له کبله میشت شوی دی.
دغه “ لنډ څارنیز“ راپور پر دې تمرکز کوی چې څرنګه د کوچی هستوګنه د کوچې او میشت تر منځ شخړه باندې اغیزه درلودلی شی، همدارنګه چې آیا هستوګنه به د کوچی او میشت تر منځ د شخړی د کمولو لپاره یوه مثبه پالیسی وی او کنه.
د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې څلور موردی څیړنې تر سره کړی چې دوه مورده یې د دولت په ملاتړ او دوه نور یې خپله د کوچیانو په ټاکنه تر سره شوی دی. دا راپور په پیل کې او مخکې د څلورو موردی څیړنو څخه د کوچیانو هغه سیمی چې د ګاوندیو سره د شخړی له امله تر اغیزی لاندی وی او تجربی ته به کتو سره د هستوګنی مرحلی مخکې او وروسته له ۲۰۰۱ م کال څخه تر څیړنې لاندی نیسی.
په ټوله کې د ۲۰۱۹ م کال په پسرلې کې ۱۶ هستوګن یا میشت کوچیانو سره چې څلور یی ټول مخور اود ټولنی لویان نارینه ول مرکې ورسره شوی. مونږ قصدآ پر کوچیانو تمرکز وکړ (پرته د ګاونډیو ټولنو میشت څخه) ځکه مونږ غوښتل چې د دې موضوع په اړه یو نظر د تحرکاتو په خوځښت د ټولنی په دننه کې تر لاسره کړو. مونږ د دې فرضی پر بنسټ چې هغه میشت ټولنی چې په اطراف سیمو کې، نسبتآ منفی نظر لری نسبت هغو سیمو ته چې کوچیان په کې هستوګن دی پیل وکړ. |