
15 May د افغانستان پارلمان: د اساسی قانون لخوا ورکړل شوی واک او له ۲۰۰۱ م کال څخه وروسته یې عملی کړنې
Posted at 14:14h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | داکتر شمشاد پسرلی, زلمی مالیار |
---|---|
د مقالی ډول | موضوعې څېړنه |
موضوع | اساسی قانون |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | مې 15, 2019 |
ټولټال مخونه | ۶٠ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
په یوه دولت کې د لوړ کچې بنسټونو، قانون جوړوونکې یا پارلمانونو ته د خلکو د ارادو د ښکاره کوونکو او تمثیلوونکو په توګه کڼل کېږی. پارلمانونه د درېو اساسی دندو په اجراء سره د یوه ملت په ژوند کې اړین رول لوبوی. دغه درې دند) ۱( د قانون جوړولو، بدلون راوستلو، او ردولو، )۲( په اړوند د پریکړه نیولو په ټولو مرحلو کې د خلکو د غوښتنو او نظریو استازیتوب، او هغې ته لوری ورکول، او (3) )اجرائیه قوه تر څارنې لاندې نیول تر څو دا خبره یقینی شی چې حکومت خلکو ته حساب ورکوونکی دی(. ددغه درېو اساسی دندو په بریالیتوب سره سر ته رسول یوه غښتلی، اغیزمن او ګټور پارلمان ته اړتیا لری. د اساسی قانون واضح مواد چې د پارلمانونو واکونه ، د بنسټیز شوو )نهادینه شده( سیاسی ګوندونو د شتون کلتور، د پارلمان د ټاکلو لپاره د یو سم سیستم شتون، د پارلمان د کار کولو په اړه د کړنلارو روښانتیا، او د هېواد د اجرائیه قوې او پارلمان تر منځ د تعمیری )ښو) اړیکو شتون د یو اغیزمن او بریالی پارلمان د رامنځته کیدلو او دوام لپاره ډیر اړین دی. ددغه شرایطو د نه شتون په صورت کې به له هغه څه کمې لاسته راوړنې ولری د کومو چې خلک هیله لرې، او همدارنګه به د اجرائیه قوې د کړنو په څار کې به هم اغیزمن نه وی. |