
06 Nov یو مالیاتی روایت: د عوایدو ناسمه محاسبه او په افغانستان کې د جګړې ناسم درک
Posted at 15:27h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | ډیویډ منسفیلد |
---|---|
د مقالی ډول | د پالیسۍ نوټ |
موضوع | ټولنیز خوندیتوب |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | نوومبر 06, 2022 |
ټولټال مخونه | ۴ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
دا یو سراسری شننه هغو عوایدو ته اشاره کوی چې پر کوکنارو د مالیاتو له درکه راټولیږی او په ۲۰۲۰ ز کال کې یې اندازه تر ۱۹ میلیونه امریکایی ډالرو رسېده. پردې سربېره د چرسو او میتافیتامین له تولید او سوداګرۍ هم تر ۱۵ میلیونه امریکایی ډالرو عواید راټول شوی. دا اندازه له هغو پیسو ډېره کمه ده، چې طالبان یې پر قانونی توکو د مالیاتو له لارې ترلاسه کوی. د اټکل له مخې طالبانو په ۲۰۱۹ ز کال کې یوازې ۸۳.۴ میلیونه امریکایی ډالر له ایران څخه پر ټرانزیټی توکو او تېلو د مالیاتو له درکه راټول کړی وو. بل خوا په نیمروز ولایت کې، چېرته چې د کوکنارو او میتافیتامینو دواړو تولید کېږی دغه راز پاکستان او ایران ته د قاچاق کېدونکو نشه یی توکو لپاره یو عمده لاره ده، طالبانو په ۲۰۲۰ ز کال کې په اټکلی توګه له نشه یی توکو ۵.۱ میلیونه امریکایی ډالر ترلاسه کړی، چې دا پیسې په یاد ولایت کې د طالبانو له لوری د ټولو راټولو شویو عوایدو یوازې ۹ سلنه جوړوی. ځکه په یاد ولایت کې د زرنج او دلارام پر لاره د قانونی توکو پر سر د مالیاتو له درکه ۴۰.۱ میلیونه امریکایی ډالر راټول شوی وو. |