
27 Dec په افغانستان کی د جنګ د میراٍٍثونو رغونه
برجسته ټکی
لیکوالان | ایمیلی وینتر بیتم |
---|---|
د مقالی ډول | تلفیقی څړیزه |
موضوع | حکومتولی او سیاسی اقتصاد |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | دسمبر 27, 2011 |
ټولټال مخونه | ١٠ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
د طالبانو له نسکوریدلو څخه لس کاله وروسته بیا هم افغانستان د زیاتیدونکی شخړی او دبخښنو چاپیریال دی. په داسی حال کې، د افغانستان د حکومت او د هغه د نړیواله دوستانو ټولیزه هڅی دا وی چې د یاغیانو له مشرانو سره د خبرو اترو او د افغانستان له ټولنی سره د هغوی د جنګیالانو یوځای کولو له لاری د تاوتریخوالی په پایته رسولو باندی تینګار کړی دی. سولی ته د لاس بری په هڅو کې، پالیسی جوړوونکی د پخلاینی او نورمال ژوند ته د بیرته را ستنیدو په بهیر کې د عدالت په ګډولو کې په زیاته کچه ناکامه پاتی دی. لدی کبله له ۲۰۰۱ کال څخه را پدی خوا همداسی په وړاندی تللی ده، داسی چې د جګړی د مهال ځواب ویینی په پرتله د ګړنده ثبات اړتیا ته لومړیتوب توب ورکړ شوی دی. همدارنګه ددی لپاره چې د افغانستان حکومت او د هغه نړیواله دوستانو د تیرو او اوسنیو جګړو د جرمونو لپاره د عدالت او معاوزه/جبران تأمینولو د یو هراړخیزه پروګرام په پلی کولو کې ناکامه پاتی شوی دی، دغه حقیقت د جګړو له پاتیدونکو نښو یا میراث سره د چال چلند لپاره د خلکو توان له منځه وړی دی. لدی کبله زیاتو هغو خلکو چې د افغانستان د څیړنی او ارزونی د اداری (AREU) په څیړنه کې ګډون کړی وه وویل چې هغوی احساساً، رواناً او عملاً د مقاومت لپاره هڅی کولی او د جګړو د پای لپاره د هغوی هیلی همداسی پیاوړی دی. |