برابر حقونه، نا برابر فرصتونه: د افغانستان په پارلمانی او د ولایتی شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو ګډون

برابر حقونه، نا برابر فرصتونه: د افغانستان په پارلمانی او د ولایتی شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو ګډون

Back

برجسته ټکی

لیکوالان اولیور لو, چونا آر. ایچاویز, فرخ لقا امینی, فرید احمد بیات, ضیا حسین, ریحانه گلثوم حسینی, مــســـعــوده کــوهـسـتـانــی
د مقالی ډول تلفیقی څړیزه
موضوع جنسیت
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه اکتوبر 12, 2012
ټولټال مخونه ٧٠
د لاسرسی وړ په English | پشتو | دری
تشریح
د افغانستان د ۱۳۸۳ کال د اساسی قانون په رڼا کې د یو ډموکراټیک نظام رامینځ ته کیدل بې له شکه د هیواد د ښځو لپاره د سیاسی ګډون د بې سارې پراختیا لامل شو. په وروستیو کلونو کې په ملیونونو ښځو د ولسمشریزو، پارلمانی او ولایتی شورا ګانو د ټاکنو په پرله پسې پړاوونو کې د رایې ورکولو لپاره یې ګډون کړی دی. زرګونه نورو میرمنو په پارلمان او ولایتی شورا ګانو کې د څوکیو د تر لاسه کولو لپاره یې سیالی کړې ده او په قانونی توګه په دواړو ارګانونو کې د لږ تر لږه د یو پر څلورمې برخې څوکیو له ګټلو څخه ډاډه وې. ټاکنیز ګډون د ښځو لپاره یو د پام وړ فرصت و څو د هیواد د وګړو په توګه خپل مساوی حقونه څرګند او د خپلې ټولنې او په ټولیزه توګه د خپل هیواد د راتلوونکی د ټاکلو لپاره خپل غږ غوږونو ته ورسوی. که څه هم چې د دې کار لپاره دوی باید له پام وړ ستونزو سره مبارزه وکړی چې له یو لړ لاملونو لکه د خپرو کلتوری نورمونو، دوامداره نا امنۍ او هغو لارو چارو څخه چې اوسنی افغان سیاستونه په کې روان دی، را مینځ ته کیږی. دغه رپوټ د UN Women دملګرو ملتونو دښځوچاروڅانګی په مالی مرسته د ۱۳۸۴، ۱۳۸۸ او ۱۳۸۹ کلونو په پارلمانی او د ولایتی شورا ګانو په ټاکنو کې د نوماندو او رایه ورکوونکو په توګه د ښځو د ګډون د ځینو ستونزو د راسپړلو په موخه چمتو شوی دی چې د ګډون په اړه د دوی پر شخصی تجربو او د بیلابیلو ټاکنو تر مینځ د توپیر پر څرنګوالی، د بهیر د ماهیت او اهمیت په اړه د دوی پر نظریاتو، او د دوی پر شخصی ژوند او د دوی پر ټولنې د دې ګډون پر اغیزو متمرکز دی. دغه رپوټ د بلخ، بامیان او کابل پر نسبتاً خوندی او لږ دودیزو ولایتونو متمرکز دی او له ۲۵ بریالیو او نه بریالیو ښځینه نوماندو او همدا راز د هر ولایت په یوې کلیوالی او یوې ښاری سیمه کې له ۱۰۰ څخه زیاتو خپرو نارینه او ښځو سره د کیفیتی مرکو او متمرکزو ډله ییزو بحثونو پر بنسټ ولاړ دی. د څیړنې محدودو جغرافیایی حدودو او کیفیتی کړنلارې ته په پام سره دغه څیړنه په دې لټه کې نه ده چې په ټولیزه توګه د هیواد په کچه د ښځو په موجودو ټاکنیزو تجربو نیوکه وکړی او یا د هغې شمیر ته بدلون ورکړی بلکې هیله لری چې هغه نور مهم عناصر چې ورته لږه پاملرنه شوې ده را څرګند کړی.

د پلټنې فلټر

to


x