
28 May د الف څخه تر یا د افغانستان مرستندوی لارښود۱۳۹۱کال
برجسته ټکی
لیکوالان | د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره |
---|---|
د مقالی ډول | کتاب |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | مې 28, 2012 |
ټولټال مخونه | ۴٢٧ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
لسمه ګڼه او لا هم په پیاوړتیا سره روانه. د افغانستان د څیړنې او ارزونې د ادارې د خورا مهم لارښود "د الف څخه تر یا مرستندوی لارښود" د ۱۳۹۱ کال ګڼه او س د لاس رسۍ وړ ده. موخه یې په افغانستان کې د مرستې او بیا رغونې په هڅو پورې د اړوندو فعالینو، جوړښتونو او حکومتی بهیر په اړه د پوهې لوړول دی، نوې ګڼه دغه مطالب وړاندې کوی : • د افغانستان د اوبو د سرچینو، منرالی شتمنیو او د لیږد د بهیر په اړه د نویو برخو په ګډون، د مرستندویو اصطلاحاتو یوه بشپړه لغتنامه، • د افغانستان حکومتی سیسټم ته یوه ځغلنده کتنه، • مهم لومړنی اسناد د هیواد او د ښارونو له نقشو سره، • د نړیوال بانک په همکارۍ، د ولایتی لنډیز تر سر لیک لاندې یوه نوې برخه چې په ۳۴ ولایتونو کې د ټاکل شوو ملی معیارونو په وړاندې د پراختیا مهم معیارونه را بر سیره کوی، • د پتو او اړیکو یو پراخ لارښود چې په کې حکومتی ادارې، نا دولتی سازمانونه او نړیوال فعالین شامل دی؛ اوس د نی د رسنۍ( Nai Media) په مرسته په هیواد کې د فعالو رسنیو( راډیو، تلویزیون او چاپی رسنیو) د پتو او اړیکو یو لارښود هم په دې کې شامل دی. |