
21 Mar په افغانستان کې حکومتولۍ ته یوه کتنه
Posted at 10:12h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | آریا نجات |
---|---|
د مقالی ډول | موضوع پاڼه |
موضوع | حکومتولی او سیاسی اقتصاد |
ژبه | Pashto |
د خپرېدو نېټه | مارچ 21, 2014 |
ټولټال مخونه | ۶٣ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
په افغانستان کې دولتی اصلاحات یوه نوې پدیده نه ده، بلکې د افغانستان په عامه اداره کې د یو پیاوړی سیستم رامنځته کول، هغه اوږده لړۍ ده، چې د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ په دوامدارو، پیاوړو او همغږو همکاریو پورې تړلی دی. په افغانستان کې د دولتی اصلاحاتو پلی کول، د افغانستان د شرایطو په اړه سمپوهاوی ته اړتیا لری. د افغانستان جغرافیایی شرایط ډیر سخت دی، دلته قومی اختلافونه، مذهبی ناندرۍ، نارینه واکمنه ټولنه، ځوان نسل، د رهبرۍ بېلابېلې کړنلارې او د جګړو او لانجو دوام هغه څه دی، چې د دغو شرایطو یو روڼ انځور وړاندې کوی. پیاوړی نا رسمی فیوډالی او له پاسه ښکتې خوا ته د حکومتولۍ مکانیزم، هغه څه ډیر ننګوی، چې افغان دولت یې د اداری ریفورم تر عنوان لاندې وړاندې کوی؛ همدا راز دغه چاره د قانون پلی تابه او حاکمیت له ستونزو سره مخامخ کوی. |