
08 Feb افغان ملی پوځ: له مالی اړخونو هاخوا د پایښت پر وړاندې پرتې ننګونې
Posted at 10:26h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | داکتر انتونیو جیستوزی, پیتر کوینتین |
---|---|
د مقالی ډول | موضوع پاڼه |
موضوع | حکومتولی او سیاسی اقتصاد |
ژبه | Pashto |
د خپرېدو نېټه | فبروری 08, 2014 |
ټولټال مخونه | ۵٧ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
افغان ملی پوځ په عامه توګه له ۲۰۰۱ کال راوروسته په افغانستان کې که تر ټولو پیاوړی نه وی نو د پیاوړو بنسټونو له ډلې خو ضرور منل کېږی. خو بیا هم د افغان ملی پوځ پر خپلو پښو د درېدو او په ستره کچه د بهرنیو مرستو د کمېدو په صورت کې له دښمنانو سره په بریالیتوب د مخامختیا د وړتیا ازمېښت په ۲۰۱۳ کال کې یوازې پیل شو او دا یو داسې مهال دی، چې بهرنی ځواکونه له دغه هېواده د وتلو په درشل کې دی. دا څېړنه ښیی، چې په افغان ملی پوځ کې لا هم داسې پرېکنده کمزورۍ او نیمګړتیاوې موجودې دی چې د روانې جګړې د کابو کولو یا د وسله والو د ماتولو په برخه کې د دغه بنسټ هڅې له خنډونو سره مخامخولای شی. |